چمن کې د احتجاج کونکو او حکومتي ډلې تر منځه د سرحدي پولې په بندیز خبرې شوي

Your browser doesn’t support HTML5

د پاکستان او افغانستان تر منځه د چمن پولې د بندیز په سر نن د ایالتي حکومت لخوا جوړې شوې کمېټۍ او احتجاج کونکو د مشرانو تر منځه په چمن کې اوږدې خبرې اترې شوي. مظاهرچیانو د پولې د پرانستلو خپله غوښتنه تکرار کړې او ګیله یې کړې چې دغه پوله یواځې د تجارت لپاره تړل شوې او انساني قاچاق پرې لا هم روان دی.