د پاکستان او افغانستان تر منځه د چمن په سرحدي پوله ځايي چارواکي وايي د افغانستان نه پاکستان ته راتلونکو افغانانو شمېره زیاته شوې. د سرحدي چارواکو به وینا په کابل کې د شوي خونړي برید وروسته دغه شمېره نوره هم زیاته شوې. خو نن په پوله راوښتي افغانان او پاکستانیان بیا ګیله کوي سرحدي چارواکي دوي ډیر تنګوي او ډیر په ګرانه یې پرېښودي دي. د چمن ضلعې مرستیال کمشنر څو ورځې وړاندې وي او ای ډیوه ته ویلي وو، د چمن شناختي کارډونه او د کندهار تزکره لرونکي خلک په پوله تګ راتګ کولی شي. د چمن یو ټېکسي چلونکي وي او ای ډیوه ته ویلي، د کوتې په لاره ځاې پرځاې چېک پوستې جوړې شوي چې سفر کونکي ودرول کیږي او ترې پوښتنې کیږي.
د چمن پولې تازه حال د وي او ای ډیوه خبریال نعمت الله سرحدي په دې رپورټ کې وړاندې کوي.
په کابل کې د برید وروسته په چمن پوله د افغانانو راتګ زیات شوی: چارواکي
د چمن پولې تازه حال د وي او ای ډیوه خبریال نعمت الله سرحدي په دې رپورټ کې وړاندې کوي.
په کابل کې د برید وروسته په چمن پوله د افغانانو راتګ زیات شوی: چارواکي