په چمن کې نن په اتمه ورځ هم د پولې بندیز پرضد احتجاج شوی

Your browser doesn’t support HTML5

د پاکستان سرحدي ښار چمن کې نن په اتمه ورځ هم د پاکستان او افغانستان تر منځه د سرحدي لارې د تړل کیدو پرضد احتجاج شوی. نني احتجاج کې د ځايي مشرانو تر څنګ د پښتون ژغورنې غوځنګ مشرانو هم ګډون کړی او وینا ګانې یې کړي دي. د چمن ځايي خلک وایي د پولې بندیز د دوي اقتصاد ته سخت زیان اړولی .