چینايي سفیر: چین خواهش لري چې افغانستان هم په سي پېک کې شامل شي

د قامي وطن پارټۍ مشر آفتاب شېرپاؤ

په پاکستان کې د چين سفیر یاو جېنگ د سي پېک منصوبې په اړه د پاکستاني سیاسي گوندونو سره د لیده کاته لړۍ پېل کړې ده او ویلي یې دي چین غوړي چې افغانستان هم په دغه اقتصادي منصوبه کې شامل شي.

چینايي سفیر د گل، دوشنبې، په ورځ د قامي وطن پارټۍ مشر آفتاب شېرپاؤ سره ولیدل.

ورسته ښاغلي شېرپاؤ وي او ای ډیوه ته وویل چيناې سفير په افغانستان کې د جوړ جاړي په هکله د پاکستان، چېن او افغانستان تر منځ په شوو مذاکراتواطمینان څرگند کړو او وې ویل چين افغانستان د سې پېک برخه جوړوولو کښې غرِضي دي.

د چېن سفېر د تېرې هفتې راهسې د پاکستان سېاستمدارانو سره ملاقاتونه شروع کړې دي او د واکمن مسلم لېګ نواز ګوند مشر نواز شریف او د حزب اختلاف مسلم لېګ ق ګوند د مشرانو سره یې هم لېدلي دي.

د قامې وطن پارټۍ مشر افتاب شېرپاو وویل د هغه سره ملاقات کښې چینايي سفیر ددې خبرې خپلی وکړو چې د سي پېک ګټې دې د پاکستان ټولو قومیتونو ته یو رنگ ورسول شي.

د پښتونخوا اولسي تحریم مشر ډاکټر سیدعالم مسود د چینايي سفیر په لوظونه بې اعتباري څرگنده کړه.

په سي پېک منصوبه د خېبر پښتونخوا او د بلوچستان د تشویش په اړه ښاغلي شېرپاو ویل چینايي سفیر ورته باور ورکړو چې په دې اړه به د خېبر پښتونخوا په رشکۍ او نورو ټاکل شوو ځایونو کښې اقتصادې زونز ېا مرکزونو به په ترجیحي بنیادونو سر ته رسول شي.

آفتاب شېرپاؤ وویل چین د سې پېک د لاندې جلال آباد کښې د ېو بل اقتصادې زون یا مرکز او د جلال آباد طورخم او کندهار چمن ترمېنځ رېلوی پټرې غزوولو منصوبه هم لري.

د سي پېک په اړه د افتاب شیرپاؤ خبرې په داسې حال کې مخې ته راغلي چې د پاکستان اړونده حکومتې چارواکو د سېنېټ د مواصلات کمېټې ته وویلي چې حکومت د وړو صوبو نه د تېرېدونکی غربي لارې د جوړولو لپاره لا تر اوسه ځمکه هم نه ده اخېستي.

څه موده وړاندې د چېن په سفر تللي د پاکستان د پارلېمنټ د سي پېک په اړه کمېټې پلاوې کښې شامل د پښتونخواه ملی عوامي ګوند سېنېټر عثمان کاکړ وي او ای ډېوه ته ويلي وو چينايي چارواکو سره هم د دوي د اندېښنو څه ځواب نه و.

سېنېټر کاکړ دا تور هم لګوولی و چې چین سې پېک کښې د وړو قومېتونو حقونو شوکوولو کښې د پاکستان سره برابر ذمه وار دی.

د سېاستمدارانو نه علاوه چينايي سفېر یاؤ جینگ د پاکستان د سپریم کورټ مشر قاضې ثاقب نثار سره هم ملاقات کړی دی.

څېړونکې وايي داسې ښکاري د دغه ملاقات غرض سې پېک پروژې ته د پاکستان د عدالتونو لخواه قانونې تحفظ ترلاسه کوول دې.

د پښتونخوا اولسي تحریک مشر ډاکټر سېد عالم مسود ډیوه ریډېو سره خبرو کې وړو صوبو ته د سي پیک گټې یو شان رسولو په اړه د چينايي سفیر په څرگندونو بې باورې څرگنده کړه.

ډاکټر سېد عالم وویل چې آفتاب شېرپاؤ ته نه ده معلومه چې د رشکۍ اقتصادي مرکز ېواځې د اوچې مېوې د تجارت لپاره کاروول کېدل شي.

سېد عالم دا دریځ هم خپل کړی چې د غربې لارې د جوړښت لپاره پکار نهه لویو کارونو کښې حکومت لا تر اوسه په ېو باندې هم کار نه دې پېل کړی.

د پاکستان مرکزې حکومت وايي غربي لار، چې د پښتونخوا او بلوچستان د گڼ شمیر برخو ته تیرږي، به په ړومبیتوب کښې سر ته رسوي.

خو د سېنېټ د مواصلات کمېټۍ مشر او د عوامې نېشنل ګوند سېنېټر داود خان اچکزې وي او ای ډیوه ته ویلي چې په تیرو دریو کلونو کې د حکومت دغه لوظ د عملې کوولو د څارنې لپاره اعلان کړی شوي کمېټۍ غونډه نه ده رابللې.