د وتلي هنر مندانو زیب بنگش او فاخر په غږ کې د پښتو ژبې فوکلوريزه "دلربا نه راځي" په پاکستان کې د سندرو نشرکونکې لوی اداره کوک سټوډیوز په نوي انداز کې خپره کړه- کوک سټوډیو په پاکستان کې د اردو ژبې نه علاوه په نورو قامي ژبو کې هم سندرې تیاروي خو د پښتنو ژبې د موسیقۍ د هنر مندانو خیال دی چې باید په پښتو سندرو کې د نورو ژبو د یو ځای کولو څخه ډه ډه وشي-
د سندرې لپاره د مطبوعاتو د څانگې یوې کارمندې اُمِ کلثوم ډیوه ریډیو ته ویلي دي چې فاخر محمود او زیب بنگش دواړه وتلي هنر مندان دي او دا سندره یې ډیره ښه تیاره کړیده هغې اوویل دا سندره به په نړۍ کې د پښتنو ډیره خوښه شي-
ويډیو رپورټ وگورۍ
Your browser doesn’t support HTML5
Dilruba Na Razee video song
زیب بنگش ډیوه ته په یوه مرکه کې وویل چې دلربا نه راځي دهغې لومړۍ پښتو سندره ده – هغې زیاته کړې چې ډیر زر به د پښتو ژبې پوره البم تیار کړي- زیب وویل د کوک سټوډیو لخوا د پښتو په سندره د فاخر سره په یو ځاېی ویلو ډیره خوشحاله ده-
د ډیو ریډیو همکار د رحمان بونيري سره د زیب بنگش مرکه په لانديني لينک واورۍ
Your browser doesn’t support HTML5
زیب بنگش سره د رحمان بونیري مرکه
د ډیوه سره په یوه مرکه کې سندرغاړي فاخر وویل چې د هغه د پخوا راهسې دا ارمان ؤ چې د پښتو یوه سنره وواېي، هغه اوویل پلار نیکه یې پښتانه دي او باوجود ددې چې پخپله پښتو ژبه نشي ویلی خو د پښتو سره یې بې کچه مينه ده – فاخر د ېو تپوس په ځواب کې وویل چې په پښتو ویلو کې ورته ځکه څه مشکل نه و چې ټول ملگري یې پښتانه دي-
د ډیو ریډیو همکار د رحمان بونيري سره د فاخر مرکه په لانديني لينک واورۍ
Your browser doesn’t support HTML5
فاخر محمود سره د رحمان بونیري مرکه