دپاکستان یو پېژندلی صحافي اؤ څیړونکي ایاز امیر وروسته له هغې نامعلومو کسانو ډبولی چې اوړمه ورځ یې یوه دستوره کې له نوم اخستو پرته په پوځ سختې نیوکې کړې وې اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان ته یې پرمخ ویلي وؤ چې ولې یې دهیواد ټولې چارې "پراپرټي ډیلرانو" ته سپارلې وې.
ایاز امیر رسنیو ته ویلي چې حمله پرې دجمعې په ماسختن لاهور کې دپینځه شپږو کسانو لخوا هغه وخت شوې ده چې دی له دفتره کور ته روان ؤ.
دپاکستان سیاسي اؤ حکومتي مشرانو،دخبریالانو ، وکیلانو اؤ بشري حقونو تنظیمونو اؤ دمدني ټولنې غړو په ایاز امیر دشوي برید غندنه کړې ده اؤ دا یې د رېښتوني غږ غلي کولو یوه ناوړه هڅه بللې ده.
وزیراعظم شهباز شریف په صحافي ایاز امیر دشوي برید دپلټنو امر کړی اؤ ویلي یې دي چې برید کې ککړ کسان به دقانون منګولو ته راوستلی اؤ دصحافت اؤ صحافیانو خوندیتوب به باوري کولی شي.
ایاز امیر اوړمه ورځ اسلام اباد کې د وکیلانو دیو سیمینار په مهال پخواني وزیراعظم عمران خان ته پرمخ سختې اورونې کړې وې او ویلي یې وؤ پاکستان اؤ جمهوریت ته په زیان رسولو کې عمران خان هم خپله پوره برخه اچولې ده اؤ دهیواد ټولې چارې یې پراپرټي ډيلرانو یا د زمکو کاروباریانو ته پرېښې وې.
هغه نیغ په نیغه دپوځ نوم نه ؤ اخستی خو خپله وینا کې یې دپوځ د استوګنې دیوې پروژې" ډي ایچ ای" نوم اخستی ؤ چې په دغه پروژه عموماً پاکستان کې پوځ د زمکو دکاروباریانو په نوم یادیږي اؤ وخت په وخت عدالتونو هم په پوځ ددې پروژې له امله نیوکې کړي اؤ پوښتنې یې راولاړې کړي چې ولې پوځ دخپلو اصل ذمه واریو پځائ د زمکو کاروبار ته لاس اچولی دی؟
ایاز امیر له برید وروسته خپل هغه عکسونه په ټولنیزو رسنیو خپاره کړي چې دی یو موټر کې ناست دی اؤ جامې یې شلول شوي دي.
پاکستان کې تر دې وړاندې هم وخت په وخت هغه خبریالان وژل شوي،تښتول شوي اؤ یا هم وهل شوي ځورول شوي چې دهیواد دطاقتور پوځ یا داستخباراتي شبکو دکړنو پرضد یې غږ پورته کړی دی.
د پاکستان پوځ دا خبره ردوي چې امنیتي او یا استخباراتي ادارې په خبریالانو حملو کې لاس لري.
پخواني وزیراعظم اؤ دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په ایاز امیر دشوي برید غندنه کړې ده اؤ په ټویټر یې یې لیکلي دي کله چې ریاست اخلاقي بالادستي وبایلي نو تشدد ته لاس واچوي.
هغه زیاته کړې ده چې په وګړو،خبریالانو اؤ دمخالفو ډلو په سیاستمدارانو تشدد پاکستان دفسطائیت بدترین دلدل ته ورکوزوي
لاہورمیں آج سینئرصحافی ایاز امیر پر تشدد کی شدید الفاظ میں مذمت کرتاہوں۔شہریوں،صحافیوں اور حزب اختلاف کے سیاستدانوں کےساتھ روا رکھےجانے والےتشدد اور جعلی پرچوں کےساتھ پاکستان فسطائیت کی بدترین دلدل میں اتر رہاہے۔جب ریاست اخلاقی بالادستی کھو دیتی ہےتو تشدد پر اتر آتی ہے۔
— Imran Khan (@ImranKhanPTI) July 1, 2022
دپاکستان وتلی خبریال حامد میر چې پخپله هم په جبر دلادرکیو پرضد له غږ پورته کولو وروسته تیره موده کې د نامعلومو کسانو له لوري په یو وژونکي برید کې سخت ژوبل شوی ؤ، وایي پروسکال دمئ میاشت کې اسلام اباد کې نامعلوم کسان اسلام اباد کې دخبریال اسد طور کور ته ورننوتل اؤ په هغه یې تشدد وکړو.
ایاز امیر صاحب پر حملہ قابل مذمت ہے یاد رہے کے پچھلے سال مئی میں اسد طور کو اسلام آباد میں نامعلوم افراد نے انکے گھر میں گھس کر تشدد کا نشانہ بنایا ،آج تک حملہ آوروں کو نہیں پکڑا گیا،اگر اسد طور کو انصاف مل جاتا تو آج ایاز امیر صاحب پر نامعلوم افراد کو حملے کی جرات نہ ہوتی https://t.co/S1He5uv5Y4
— Hamid Mir (@HamidMirPAK) July 1, 2022
حامد میر وایي په اسد طور برید کوونکي تر ننه نه دي نیول شوي اؤ که چرې هغه ته انصاف ورکړل شوی ؤ نو نن به نامعلومو کسانو په ایاز امیر دحملې جرائت نه ؤ کړی.
مشر خبریال شاهین صهبایي هم په ایاز امیر شوی برید په سختو ټکو کې غندلی اؤ په ټویټر یې لیکلي "پرون هغه څه سپینې سپینې خبرې کړې وې، دومره زر په هغه شوی برید دا خبره څرګندوي چې ځینې خلک ډیر پریشانه ، ویریدلي اؤ دسخت نفسیاتي فشار سره مخ دي، دومره عدم تحفظ ولې ـ مخکې خو داسې هیڅکله نه وؤ"
صحافیوں پرحملے : ابھی خبر پڑھی دوست ایاز امیر پربھی حملہ ہوگیا ہے - کل ہی انہوں نے کچھ. صاف صاف باتیں کریں تھیں - اتنی جلدی حملہ ظاہر کرتا ہے کچھ لوگ بہت پریشان، گھبراہٹ اور شدید نفسیاتی دباو میں ہیں - اتنا عدم تحفّظ کیوں - ایسا پہلے کبھی نہیں تھا - شدید مذمّت
— SHAHEEN SEHBAI (@SSEHBAI1) July 1, 2022
پاکستان کې دخبریالانو دحقونو لپاره غږ پورته کوونکي غیر دولتي سازمان فریډیم نیټ ورک، دپاکستان دخبریالانو مرکزي اتحادیې فیډرل یونین اف جرنلسټس، دپېښور دخبریالانو اتحادیې خیبریونین اف جرنلسټس،داسلام اباد د وکیلانو سازمان اؤ دهیواد ګڼ شمیر سیاستمدارانو هم په ایاز امیر دشوي برید غندنه کړې اؤ ددې دپلټنو غوښتنې یې کړې دي.
دپاکستان صدر ډاکټر عارف علوي اؤ وزیراعظم شهباز شریف هم دا برید غندلی اؤ پخپلو بیلابیلو بیانونو کې یې دصحافت اؤ صحافیانو خوندیتوب ارزښتناک بللی دی.
وزیراعظم شهباز شریف پخپل بیان کې ویلي دپنجاب وزیراعلا ته یې ددې برید دپلټنو امر کړی اؤ ولس ته یې باور ورکړی چې برید کې ککړ کسان به دقانون منګولو ته راوستل کیږي.
صدر عارف علوي ویلي په صحافیانو دتشدد پېښې دجمهوري اقدارو اؤ د اظهار دڅرګندونې د ازادۍ پرضد دی اؤ دې پېښه کې دککړو ملزمانو زر تر زره نیونه باید باوري کړل شي.
دپاکستان په طاقتور پوځ اؤ استخباراتي ادارو تر دې وړاندې هم دمخالفه غږ پورته کوونکو د وژلو، تښتولو اؤ ځورولو تورونه لګول شوي خو پوځ دا تورونه تل په سختۍ سره رد کړي دي.