اسلام اباد کې د ډان ورځپاڼې پرضد د دفتر په دروازه کې احتجاج شوی، د پوځ په حق کې نعرې وهل شوي

د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې د ګل، دوشنبې په ماښام څو کسان راغلي د انګرېزۍ ژبې د يادې ورځپاڼې ډان د دفتر په دروازه کې يې احتجاج کړی د ډان ورځپاڼې بندولو او د پاکستان د پوځ او استخباراتي په حق کې يې نعرې وهلې.

د ډان ورځپاڼې ترمخه مظاهره چيانو تر څلورو ساعتونو پورې د دفتر مخه نيولې بهر تلو او دننه راتلو ته یې څوک نه پرېښودل.

د ډان د دفتر په دروازه کې احتجاج وروسته له هغې شوی چې ورځپاڼې په وروستيو کې په لندن کې د ترهګر بريد کوونکي عثمان په اړه خبر ورکړی ؤ چې تعلق یې د پاکستان سره دی.

د پاکستان تحریک انصاف د حکومت مرکزي وزيرانو شيرين مزاري او فواد چودري د ډان ورځپاڼې د ياد خبر په اړه ټویټس کړي وو چې غلط او غېر زمه واره خبر يې خپور کړی دی.

د ډان د دفتر مخې ته راټولو شوؤ مظاهره چیانو ته په ټولنيزو رسنیو نامالومه کسان ويل شوي اود دوی ځينې عکسونه او ويډيو خپرې کړی شوي دي چې پکې دوی د پوځ او استخباراتي ادارې ايي اېس ايي په حق کې نعرې وهي.

د احتجاج کوونکو سره په لاسو کې پورته کړی شوؤ بېنرو باندې ليکل شوي چې ډان دې بند کړی شي او د ډان د ملک سره دښمني نامنظوره ده.

په ټولنيزو رسنيو د ډان د دفتر د دروازې مخې ته نعرې وهل او د دروازې نيولو ته په دفتر بريد ويل شوي دي.

پاکستان د بشري حقونو کمېشن د ډان د دفتر په وړاندې په دغه عمل اندېښنه څرګنده کړې ده او د بشري حقونو د وزیرې شيري مزاري او کورنيو چارو وزارت نه د ډان د کار کوونکو د امنيت غوښتنه کړې وه.

د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بهټو زرداري د ډان په دفتر بريد غندلی او ويلي يې دي د احتجاج په نوم چاته هم اجازه نشته چې په ژورنالز برید وکړي.

په ټولنيزو رسنيو داسې هم ويل شوي چې د مظاهره چیانو د قابو کولو دپاره چې د ډان په کارکوونکو بريد ونه کړي پوليس نه دي رسېدلي خو په پاکستان کې د ژورنالسټانو او ژورنالزم د ازادۍ دپاره کا رکوونکې غېر دولتي ادارې فریډم نېټ ورک ته په ځواب کې د اسلام اباد مرستيال کمشنر ويلي چې دوی موقعې ته رسېدلي دي.