د پاکستان د سیند صوبې په بیلابیلو سیمو کې د حضرت لعل شهباز قلندر کلیز عرس ته روان ګاډی د حادثو سره مخ شوي چې د پاکستاني میډیا د رپورټونو له مخې تر 25ؤ زیات کسان پکې وژل شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي دي.
د ډان نیوز له مخې د خالي په ورځ د خېر پور ضلعې په لویې سړک د حضرت لعل شهباز قلندر کلیز عرس ته روان د زایرینو ګاډی د حادثې سره مخ شوی چې له امله یې 16کسان مړه شوي اؤ 25 نور ژوبل شوي دي.
رسنۍ وایي په دې پېښه کې د زایرینو ډک ګاډی د تېز رفتارۍ له امله له سړک خوییدلی اؤ چپه شوی دی .
ویل کیږي دغه مسافر د لاهور د هارون اباد سیمې نه د حضرت لعل شهباز قلندر په کلني عرس کې د ګډون لپاره سیهون شریف سیمې ته روان وؤ.
د پېښې سره سم مرستندویه فعالین اؤ پولیس چارواکي د پېښې ځای ته رسېدلي اؤ مړي اؤ زخمیان یې د ګمبټ اؤ راني پور روغتونونو ته منتقل کړي دي.
پولیسو ویلي چې په مړو شوؤ کسانو کې ښځې اؤ ماشومان هم شامل دي.
بله ټریفکي پېښه د جمعې په ورځ په انډس هاي وې د منجند سیمې تر څنګ هغه وخت مخې ته راغلې چې یو موټر اؤ ډبه خپلو کې سره ټکر شول.
پاکستاني رسنۍ اج نیوز وایي په دې پېښه کې پینځه کسان مړه شوي چې تعلق یې د ګلګت بلتستان سره ؤ اؤ خېر پور سیمه کې یوې مذهبي دستورې کې د ګډون لپاره روان وؤ.
په پېښه کې شپږ کسان ژوبل شوي هم دي چې د دوؤ حالت پکې نازک ښودل شوی دی.
هم دا شان د سیند صوبې په نوابشاه سیمه کې هم د حضرت لعل شهباز قلندر عرس له روان د زایرینو ګاډی د یو ټرالر سره جنګېدلی چې له امله یې 6 کسان مړه شوي اؤ 10 نور ژوبل شوي دي.
د پولیسو د وینا له مخې دغلته د پنجاب د بوریواله سیمې نه په اورګاډي کې نواب شاه ته رسیدلي زایرین په یو ویګن کې سیهون شریف ته د تللو لپاره سپاره شوي وؤ چې په قاضي احمد امري سړک یې ګاډي د اوور ټیک کولو په مهال د یو ټرالر سره ټکر شو.
پولیسو دې پېښه کې د شپږو کسانو د وژل کیدو اؤ لسو نورو د ژوبل کېدو پخلی کړی دی.