د افغانستان په خوست ولایت کې د پخواني شوروي اتحاد د وخت اجتماعي قبر او په کې قریباً د ۱۰۰ کسانو جسدونه موندل شوي.
د خوست ولایت ښاروال بسم الله بلال وویل ډلیز قبر د خوست د مرکز په سرباني سیمه کې د یوه واړه بند د جوړېدو په وخت د خالي، شنبې، په ورځ وموندل شو.
بلال د ګل، دوشنبې، په ورځ د فرانسې خبري ادارې اې اېف پي ته دا هم وویل چې دغه کسان په ۱۳۵۸ هجري کال کې وژل شوي چې د ۱۹۷۹ میلادي کال له اپرېل څخه د ۱۹۸۰ تر مارچ پورې نېټې سره سمون خوري.
بلال وايي، په ډلیز قبر کې یې د ښځو جامې هم موندلي او داسې ښکاري چې مړي ټول ملکي وګړي وو.
د ځايي خلکو په قول په سرباني کې موندل شوي جسدونه د هغو خلکو دي چې په کال ۱۹۷۸ کې په افغانستان کې د شوروي اتحاد په ملاتړ د بغاوت وروسته شروع شوي تشدد کې وژل شوي دي.
سلام ظریفي وايي پلار يې د کمیونسټ حکومت په مهال بې درکه شوی وو او بیا و نه موندل شو. هغه ای اېف پي خبري ادارې ته وویل په اجتماعي قبر کې موندل شوي مړي يې مشران وو چې "شهیدان" کړی شوي دي. "دا داسې ظلم دی چې تاریخ به يې هېڅ کله و نه بخښي."
د موندل شوو جسدونو د ښخولو دپاره کمېټي جوړه کړی شوې ده. منادر مېنګل وویل د مړو شناخت نه دی معلوم.
د تېرو څو لسیزو راهسې په افغانستان کې د جنګونو وروسته چې په کې په افغانستان د روس یرغل او د نونسوه نوي د لسیزې خانه جنګي شامله ده، په هېواد کې نور ډله ایز یا اجتماعي قبرونه هم موندل شوي دي.
په ۲۰۰۹ کې په یو اجتماعي قبر کې لږ تر لږه ۲۰ مړي موندل شوي وو.
په ۲۰۲۲ کې په سپين بولدک کې د ۱۲ کسانو اجتماعي قبر موندل شوی و.