د دیر ولسي استازي وایي په هېڅ قیمت به خاوره ترهګرۍ ته نه ورکوي

د کوز دير په ميدان سيمه کې د زرګونو په شمېر کې ځايي اوسېدونکو احتجاج کړی او ویلي يې دي چې د علاقې د امنیت وضعه خرابه ده او غوښتنه يې کړې وه چې حکومت دې په سيمه کې د امن  ټينګولو د پاره کوټلي ګامونه اوچت کړي

د خېبرپښتونخوا کوز دیر ضلعې د صوبایي اسمبلۍ غړی اؤ د دیر د میدان ایکشن کمیټي وایي د دیر خلک نور په یو قیمت هم خپله خاوره بدامنۍ ته نه ورکوي اؤ دترهګرۍ اؤ ناامنۍ پرضد به یو موټی ولاړ وي.

د کوز دير په ميدان سيمه کې د زرګونو په شمېر کې ځايي اوسېدونکو احتجاج کړی او ویلي يې دي چې د علاقې د امنیت وضعه خرابه ده او غوښتنه يې کړې وه چې حکومت دې په سيمه کې د امن ټينګولو د پاره کوټلي ګامونه اوچت کړي.

د مېدان ايکشن کميټۍ غړي، سيد ګل وي او ای ډيوه ته وويل "مونږ دا وايو چې حکومت ولې دامنیت په ټینګولو کې ناکام دی او خلکو ته امن ولې نه شي ورکولی؟"

هغه وويل مجبور شو او راووتلو چې هسې نه هغه پخواني حالات بيا راشي خو بيا هم "مونږ د خپلې ژغورنې حق لرو او حکومت نه هم غوښتنه کوؤ چې خپله عملداري په ځائ کړي."

نوموړي زياته کړه "زمونږ دصوبایي پارلیمان منتخب غړي لياقت علي باندې بريد وشو او څلور کسان پکې ووژل شول نو مونږ دا وګڼله چې داسې نه دې پېښې نه غټه بله مخې ته رانه شي"

د کوز دير په شمول په سوات کې هم مقامي اوسېدونکو د امن دپاره لاریونونه کړي. دا په داسې مهال چې په ورستیو ورځو کې په دغه علاقه کې دترهګرۍ د یو شمیر پېښو او د دیر په ګاونډ کې د سوات په ځينو ځايونو کې د تحريک طالبان پاکستان ډلې د وسله والو د موجودګۍ په اړه رپورټونه مخې ته راغلي دي.

د خېبرپښتونخوا پولیسو ويلي "په دې اندېښنه خبر يو" چې د سيمې خلک ویره لري چې د سوات حالات د کال 2008/09 وخت ته بيرته تلی شي کله چې وسله والو په سيمه کې د خپل شريعت د لارې واک کولو.

پوليسو ويلي وو "د خېبرپښتونخوا پولیس خلکو ته باور ورکوي چې مونږ په حقيقت خبر يو چې د سوات ځینې کسان چې وړاندې په افغانستان کې اوسېدل اوس د سوات په لرې پرتو غرونو کې شتون لري".

د پولیس د بیان نه وروسته د خېبرپښتونخوا اعلا وزیر محمود خان چې د سوات دی، د هغه د اطلاعاتو مرستيال بېرسټر محمد علي سېف مطبوعاتو ته ویلي "د سوات په ګډون په پوره ملاکنډ ډويژن کې پوره امنيت په ځای دی او په تيرو ورځو کې چې په سوات کې کوم حالات جوړ شوي د هغې په مکمله توګه مخه نيول شوې ده. "

په 13 اګست پوځ هم وویل " په سوات کې د ناقانونه ډلې ټي ټي پي د وسله والو په لویه کچه د شتون په اړه په ټولنیزو رسنیو یوه غلط فهمي پیدا کړل شوې ده او داسې رپورټونه له مبالغې ډک او تیر ویستونکي دي.

د کوز دير مېدان نه د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غړي بهادر خان وي او اې ډيوه ته وويل دا يو ځل بيا پښتانه ډېر په غټ غم او فساد باندې اخته کوي او دا هر څه ديو سازش لاندې روان دي او د هېواد وسايل دې پښتنو له نه ورکوي او نسل کشي يې کوي۔