پاکستان: يو ډالر 227 روپو ته رسېدلی، روپۍ د غورځېدو علتونه څه دي؟

د پاکستان د شمېرنې ادارې په خپل يو تازه رپورټ کې ويلي، په تیر مالي کال 2022 کې د پټرولیم مصنوعاتو د قیمت په بنیاد درامد نزدې 134فیصدي اضافه شوی او د دې مقدار د تیر کال په مقابله کې 28.28 فیصدي زیات شوی دی

پاکستانۍ روپۍ د ډالر په مقابله کې پرله پسې بې قدره کيږي، پاکستان کې د پېسو بدلوونکو اتحاديه وايي پاکستان کې د زیارت/ پنجشنبې په ورځ [21 جولايۍ] په انټربېنک مارکيټ کې يو ډالر په 227 روپۍ شوی دی.

د ډالر په مقابله روپۍ پرله پسې ولې غورځیږي؟

د پېسو بدلوونکو د اتحادیې مشر ملک بوستان وايي، ډالر په نړیواله کچه ګرانیږي د نړۍ په کچه پېسې/ کرنسيانې غورځېدلي خو پاکستان کې د روپۍ بې قدره کېدو څو بنيادي علتونه دي.

د وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، "سياست د معيشيت دروازه ده څو پورې چې په ملک کې سياسي بې ثباتي وي، د بهر نه پاکستان ته څوک پانګه وال نه راځي".

هغه زیاته کړه، "په پنجاب کې سياسي اړی ګړی دی که څنګه وي د هغه په نظر چې اوس په پنجاب کې حکومت جوړ شي، او په مرکز کې میثاق جمهوريت وشي څو پورې چې سياسي ثبات نه وي راغلی، بهرني پانګه وال په پاکستان کې په سرماريه کارۍ/ پېسو لګولو ويريږي".

د ملک بوستان په خبره "د تیرو شپږو میاشتو راهسې پاکستان ته بهرني پانګه وال نه دي راغلي".

هغه زياته کړه دوېم غټ علت د نړيوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] څخه د پور نه ترلاسه کېدل دی څو پورې چې د ايي اېم اېف سره پروګرام نه وي بحال شوی، د هغې پورې نور هېوادونه هم پاکستان ته پېسې نه ورکوي، او څو پورې چې د ايي اېم اېف پروګرام نه وي بحال شوی، نورو هېوادونو پاکستان ته پېسې نه وي ورکړي پاکستان روپۍ به د فشار سره مخ وي".

نوموړي وويل، "شهباز شریف چې وزیراعظم جوړ شو هغه ورته په لومړي ملاقات کې ويلي وو چې په فوري توګه درامدي بل راکم کړي، انرجي بل راکم کړي، د افغانستان سره د تجارت پاليسۍ ته بيا کتنه وکړي، د افغانستان سره سوداګري وکړي، د افغانستان نه څيزونه واخلي بهر يې وليږي، د پاکستان او افغانستان په خېر به تماميږي ځکه چې د افغانستان سره نړيواله سوداګري نه کيږي، پاکستان کولی شي چې په دغه لړ کې خپل او د افغانستان د اقتصاد ښه کېدو په برخه کې کردار ادا کړي".

ملک بوستان وویل، په نړيواله کچه هم جاپاني ين 18 فيصده غورځېدلی، يورو 20 فيصده غورځېدلې، ټولې پېسې راغورځېدلي دي، او د هغې اثر هم د پاکستان په معيشيت هم دی، د يورو انوايسونه په ډالرو کې جوړيږي خلک ويرېدلي دي.

د پاکستان د شمېرنې ادارې په خپل يو تازه رپورټ کې ويلي، په تیر مالي کال 2022 کې د پټرولیم مصنوعاتو د قیمت په بنیاد درامد نزدې 134فیصدي اضافه شوی او د دې مقدار د تیر کال په مقابله کې 28.28 فیصدي زیات شوی دی.

اداره وایي تیر کال په 2021 کې د تیلو درامدي بل 11اربه او 35کروړه ډالره وو خو په مالي کال 2022 کې د تیلو درامدي بل 23اربه او 31کروړو ډالرو ته رسیدلی دی.

اقتصاد پوهان وايي، په پاکستان زيات درامدي بل د تیلو په مد کې راوړي.

د اقتصاد پوهانو په خيال که څه هم پاکستان وايي چې نړيوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] ورسره د پور د پروګرام بحال کولو ويلي، او پاکستان وايي چې دوست هېوادونه به هم ورسره لاس وکړي، خو څو پورې چې په ملکي کچه سياسي ثبات، اقتصادي ګټوره پاليسۍ نه وي جوړې حالات به هم په دې ډول روان وي او د خرابېدو اندېښنه يې موجوده ده.

د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف ای اېم اېف سره د معاهدې هرکلی او د پاکستان د خزانې وزیر مفتااسماعیل او د خارجه وزیر بلاول بهټو زرداري د کوښښونو ستاینه یې کړې.

د جولای په 14 نېټه په ټوېټر خپل پېغام کې شهباز شریف امید څرګند کړو چې د نړیوالې مالیاتي ادارې سره معاهده به پاکستان د "اقتصادي مشکلاتو" نه د راوېستلو لاره هواره کړي.