د پاکستان د سېنیټ په شپږو خالي څوکیو ټاکنې: پیپلز څلور، مسلم لیګ او جمعیت یوه- یوه څوکۍ ګټلې

عکس زوړ دی.

د پاکستان د سینیټ په شپږو خالي شوؤ څوکیو ضمني انتخابات سرته رسېدلي چې څلور څوکۍ پکې پاکستان پیپلز ګوند، یوه مسلم لیګ(ن) اؤ یوه جمعیت علماء اسلام(ف) ګټلې ده.

د اسلام اباد په یو نشست د واکمن ایتلاف کاندید یوسف رضا ګیلاني 204 رایې اخیستې اؤ بریالی شوی دی. د هغه مقابله کې د سني اتحاد کونسل امیدوار الیاس مهربان 88 رایې ترلاسه کړې دي.

بلوچستان نه د سېنیټ په خالي شوو دریوؤ څوکیو د پاکستان پیپلز ګوند، مسلم لیګ(ن) اؤ جمعیت علماء اسلام یو، یو امیدوار کامیابي ترلاسه کړې ده.

د سینیټ په دریواړو څوکیو ټاکنه کې د بلوچستان اسمبلۍ د62 غړو څخه 61 غړو خپلې رائ کارولي اؤ د بلوچستان نیشنل پارټۍ(عوامي) غړي اسد بلوچ بیا د انتخابي عمل نه د بایکاټ اعلان کړی ؤ.

د پیپلز ګوند عبدالقدوس بزنجو23، د مسلم لیګ (ن) دوستین ډومکي 17 اؤ د جمعیت علماء اسلام عبدالشکور غیبي زئ 16 رائ ترلاسه کړي اؤ سینیټ ته کامیاب شوي دي.

په سیند کې د سینیټ په دوؤ څوکیو ضمني ټاکنې شوي چې پکې د پیپلز ګوند اسلم ابړو 57 اؤ سیف الله دهاریجو 58 رائ ترلاسه کړي اؤ د سینیټ غړي منتخب شوي دي.

د سیند نه د تحریک انصاف ملاتړ لرونکو د سني اتحاد کونسل نزیر الله اؤ شازیه څلور،څلور رائ اخستې دي.

مخکیني معلومات:

د پاکستان د پارلېمنت برني اېوان سېنېټ په شپږو څوکو انتخابات کيږي، د دغو څوکو سېنېټرانو د اتمې فرورۍ په عامو انتخاباتو کې د قامي يا د صوبايي ‏اسمبلۍ د غړيتوب دپاره برخه اخستې، او دغه څوکۍ خالي شوې وې.‏

د رپورټونو ترمخه، د سېنېټ د غړو د انتخاب دپاره سهار په نهه بجې د رايو ورکولو عمل پيل شوی او تر مازيګر څلورو بجو روان وو.‏

د بلوچستان څخه د سېنېټ د درېو غړو د جمعيت علما اسلام ف ګوند د مشر مولانا عبدالغفور حېدري، د سرفراز بګټي او پرنس احمد عمر احمدزی په ‏عامو انتخاباتو کې د بلوچستان اسمبلۍ غړي منتخب شوي ځکه دغه څوکۍ يې خالي شوې وې.‏

په سېنېټ کې د سيند صوبې څخه د پيپلز ګوند نثار کوړو او جام مهتاب ډهر هم په اوسنيو انتخاباتو کې د سيند اسمبلۍ غړي منتخب شوي ځکه د سېنېټ ‏څوکۍ یې خالي وې.‏

د پاکستان ځايي رسنۍ وايي، د پيپلز ګوند پخوانی وزيراعظم يوسف رضا چې د ملتان څخه قامي اسمبلۍ ته کامیاب شوی، اوس ويل کيږي د پاکستان ‏مسلم ليګ ن او پيپلز ګوند ترمنځ خبره شوې چې د سېنېټ چيرمېن به د پيپلز ګوند وي.‏

خو دواړو ګوندونو په رسمي ډول دغه خبر ته کوم ځواب نه دی ويلی.‏

د پاکستان الېکشن کمېشن د سېنېټ د غړيتوب څخه ريټايرډ شوو ‏‎48‎‏ غړو په څوکو په دويم اپرېل د انتخاباتو کولو اعلان شوی دی.‏

په دغو کې به ‏‎11‎‏ سېنېټران په جنرل څوکو او ټېکنوکرېټس راځي، دوه به د اسلام اباد او دوه دوه نور د لږکيو څخه به د پنجاب او سيند نه غړي جوړيږي.‏

د سېنېټ غړی د شپږو کالو دپاره منتخب کيږي، په سېنېټ کې په هر درېم کال نيم غړي ريټايرډ کيږي