د صحت چارواکو په اروپا کې د منکي پاکس ناروغۍ خوریدو خبرداری ورکړی

Congo Mpox

د نړۍ په یو شمېر هیوادونو کې د منکي پاکس د ناروغانو رپورټ کیدو وروسته د صحت چارواکو خبرداری ورکړی چې اروپايي هیوادونو په دغه ناروغۍ اخته کسانو زیاتو شمېرو سره مخ کېداې شي. د دغه وژونکې ناروغۍ د لاسه په جمهوریه کانګو کې په سلګونو کسان مړه شوي.

د صحت نړیوالې ادارې بیا د دوایانو جوړونکو کمپنو باندې غږ کړی چې د دغه ناروغۍ مخنیوي لپاره دې په ویکسینو جوړولو تادي وکړي. چین هم ویلي چې په هیواد کې یې د یو ناروغه تن د رپورټ کیدو وروسته به د سفر کونکو د څارنې کار پېلوي. د افریقا بهر په سویډن او پاکستان کې د منکي پاکس تر ټولو خطرناک قسمونه ریکارډ شوي.

د فرانس وزیراعظم د جمعې په ورځ ویلي چې په هیواد کې یې د ٫٫ لوړې درجې خبرداری٬٬ عملي کړی او د خطرناکو سیمو نه سفر کونکو مسافرو لپاره به ٫٫ نوي سپارښتنې٬٬ عملي کوي.

Congo Mpox

منکي پاکس ناروغي د یو واېرس نه خوریږي چې د ځناورو نه انسانانو ته لږي خو د انسانانو نه هم یو بل ته د نژدې کیدو د لاسه لږیدی شي. د دې مرض لږیدو سره سخته تبه، د هډوکو درد او په بدن دانې راخیژي.

د صحت نړیوالې ادارې تیره اونۍ د منکي پاکس ۱ بي قسم د زر خوریدو له سببه د صحت بیړنی حالت اعلان کړی او ادارې د انتهايي خطر حالت اعلان کړی. د ادارې لخوا دغه اعلان د منکي پاکس د خطرناک قسم د جمهوریه کانګو نه نورو افریقايي هیوادونو ته د خوریدو ورسته کړی.

امریکا اعلان کړی چې جمهوریه کانګو ته به د منکي پاکس د علاج لپاره ۵۰۰۰۰ خوراکونه ورکوي او فرانس به هم متاثره هیوادونو ته ویکسین لیږي.

په کانګو کې د منکي پاکس د لاسه شوي مرګونه

منکي پاکس واېرس په جمهوریه کانګو کې ډیر خور شوی او د حکومتي‌ شمېرو تر مخه د زیارت/ پنجشنبې د ورځې پورې په دغه هیواد کې ۵۴۸ کسانو خپل ژوند د لاسه ورکړی.

سږ کال بیا په ناېجیریا کې د اېمپاکس ۳۹ کېسونه رپورټ شوي خو کوم مرګونه ترې نه دي شوي. په کینیا،‌ روانډا، یوګېنډا او برونډي کې هم دغه واېرس خور شوی.

په خېبر پښتونخوا کې د منکي پاکس نوې پېښه:

د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې چارواکي وایي د خېبر پښتونخوا مردان سیمې څخه هم د منکي پاکس یوه نوې پېښه مخې ته راغلې ده اؤ دغلته یو ۳۴ کلن تن په دې ناروغۍ اخته شوی دی.

پاکستان کې په چټکتیا سره د منکي پاکس ناروغۍ خورېدو وروسته وزیراعظم شهباز شریف چارواکو ته د ملک په هوایي اډو،بندرګاهونو اؤ پولو د منکي پاکس یا ایم پاکس د اسکریننګ د نظام موثر کولو امر کړی اؤ ویلي یې دي چې د منکي پاکس معلومولو لپاره دې ټول ضروري الات فراهم کړل شي.

FILES-DENMARK-HEALTH-VIRUS-VACCINE-MONKEYPOX

د مردان د صحت محکمې ضلعي افسر ډاکټر جاوید اقبال رسنیو ته ویلي د مردان په منګاه سیمه کې هغه ۳۴ کلن تن ته د منکي پاکس ناروغۍ ور پورې کیدو پخلی شوی دی چې د پښې په ماتېدو پینځه ورځې وړاندې د سعودي عرب نه کلي ته راغلی ؤ.

هغه ویلي کله چې دا مریض د علاج لپاره پېښور ته لاړو نو هلته یې د شک په بنیاد د منکي پاکس ټيسټ وکړل شو اؤ دغه ټيسټ نه واضحه شوه چې هغه په منکي پاکس ناروغۍ اخته دی. د صحت محکمې ضلعي چارواکي ویلي چې د مردان دغه اوسیدونکي اوس د خپل کور دننه ایسولیټ کړل شوی دی. د ډاکټر جاوید اقبال وینا ده چې یاد تن اوس مخ په ښه کېدو اؤ حالت یې غوره دی.

د صحت محکمې چارواکو ویلي چې ددغه تن د کورنۍ اؤ د محلې د نورو اوسیدونکو اسکرنینګ هم شوی دی نو في الحال په بل کوم تن کې ددې ناروغۍ علامې مخې ته نه دي راغلي.

تر دې وړاندې د روغتیا لپاره د پاکستان د وزیراعظم رابطه کار ډاکټر مختار ملک ویلي وؤ چې د منکي پاکس څلور پېښې له پنجاب، درې د خېبر پښتونخوا ؤ یوه،یوه د بلوچستان اؤ سیند صوبو څخه مخې ته راغلې ده. د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ کې د خالي یا شنبې په ورځ د منکي پاکس د ارزونې په اړه یوه مهمه غونډه شوې چې د ډان ورځپانې د رپورټ له مخې په مردان کې په تازه رامنځته شوې پېښه پکې هم بحث اؤ غور شوی دی.

د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ورلډ هېلتهـ ارګنايزېشن، ډبلیو اېچ او، په مرکزي او مشرقي افریقا کې خپرېدونکې د دې ناروغۍ په اړه په نړیواله کچه د صحت د بيړني وضعیت اعلان کړی دی.

د پاکستان تر څنګ سویډن هم د اېم پاکس د یو مریض تصدیق کړی. دا ډول پاکستان او سویډن د براعظم افریقې نه بهر یوازیني دوه هېوادونه دي چې دا مرض پکې موندل شوی دی.

مردان کې د منکي پاکس د تازه پېښې رامنځته کېدو نه وړاندې د خېبر پښتونخوا د صحت د محکمې چارواکي ویلي وؤ د اګست په مياشت کې په صوبه کې تراوسه درې کېسونه رپورټ شوي چې يو تن پکې ژوند د لاسه ورکړی دی۔

د خېبر پښتونخوا د ټولنيز صحت ډاېريکټر ډاکټر خالد رحمان وايي په دریوؤ کېسونو کې د دوو تعلق د مردان او د يو د چارسدې ضلعې سره دی۔

هغه په خبره"دا کېسونه زياتره د سعودي عرب نه راغلي دي، توجه زياته په دې پکار ده چې څنګه ترې ځان بچ کړی شي، د دې ويکسين هم شته خو هغه ډير مقدار کې نه دې موجود،نو بنيادي کار دا دی چې کوم تن ته دا مرض وي يا پرې شک وي، نو هغه سره چې کومه رابطه ده هغې کې احتياط پکار دی"

د صحت کارپوهان وايي د منکي پاکس علامات د عامې تبې او زکام په څېر دي، خو په دې کې څه ورځې پس په بدن تورې پوڼاکې راخېژي، کارپوهان وايي دا بيمارې په زياتو کېسونو کې وژونکې نه ده خو په حامله ښځو کې د ماشوم د دماغو وده ودرولی شي.