د اېف ای ټي اېف مشر وايي د پاکستان په تور لسټ کې د اچولو امکان شته

FATF Meeting

د اېف ای ټي اېف مشر مارشل بیلینګسلي وايي د پاکستان نوم په تور نوملړ یا فهرست کې اچولو امکانات شته، خو دغه فیصله به په راتلونکې غونډه کې کیږي.

ښاغلي بیلینګسلي وي او ای ډیوه ته ویلي د اېکشن پلان لخوا ورکړل شوې موده لا سر ته نه ده رسیدلی. بله غونډه به د اکتوبر په میاشت کې کیږي او یو ځل بیا به د پاکستان لخوا د پورته شوو ګامونو جاج اخستل کیږي. او بیا به فیصله کیږي.

د امریکا په اورلینډو ښار کې د تیرو څو ورځو راهسې د غونډې وروسته نن اېف ای ټي اېف په خپله اعلامیه کې د ترهګرو د مالي سرچینو او د غیرقانوني پېسو د لیږلو رالېږلو په اړه د پاکستان په پورته کړی شوو ګامونو بې اطمیناني څرګنده کړې او وايي پاکستان د ګامونو په عملي کولو کې ناکامه شوی.

د ترهګرو ډلو د مالي مرستو او د غیرقانوني پیسو د انتقال د مخنیوي نړیوالې ادارې اېف ای ټي اېف پاکستان یو وارې بیا په خړ نوملړ کې ساتلی او وایي، که سپارښتنې يې پوره نه شوې نو د اکتوبر په میاشت کې به پاکستان بلې درجې (تور نوملړ) ته اچولو باندې فیصله کیږي.

نړیوالې ادارې په خپله اعلامیه کې ویلي که چرې پاکستان د روان کال اکتوبر میاشت پورې د ترهګرو ډلو د مالي سرچینو او د غیرقانوني پیسو انتقال مخنیوي لپاره خپل پلان عملي نه کړو نو د ناکافي پرمختګ په سر به د دغه هیواد خلاف د راتلونکي ګام فیصله کوي.

نړیوال مالیاتي ټاسک فورس خپل دغه راتلونکی ګام واضحه کړی نه دی خو په خړ فهرست کې د ساتلو وروستو د پاکستان نوم په تور فهرست کې اچولو امکان شته دی چې له کبله یې پاکستان د یو شمېر بندیزونو سره مخ کیدای شي.

ادارې په پاکستان زور راوړی چې د اکتوبر میاشت ډیډلاین یا اخرۍ نېټې پورې د ترهګرو مالي سرچینو او د غیرقانوني پیسو انتقال لپاره خپل ایکشن پلان عملي کړي.

پاکستان ته د نوې نېټې نه وړاندې پکار ده د اېف ای ټي اېف لس مهمې سپارښتنې عملي کړي. په دغه سپارښتنو کې زیات زور په دې خبره دی چې پاکستان د ۱۲۶۷ او ۱۳۷۳ ترهګرو او د هغوي د ملاتړو پرضد بندیزونه عملي کړي؛ هغوي د اسانتیاوو نه محرومه کړي؛ د مرکزي او صوبايي حکومتونو ترمنځ د ترهګرو سره د مالي مرستو پرضد طریقه کار یا مېکنزم کې همکاري زیاته کړي او د غیر قانوني نقدو پېسو وړل راوړل ودروي.

اېف ای ټي اېف فکرمندي څرګنده کړې چې پاکستان نه صرف د جنورئ میاشت ډیډلاین یا ورکړل شوې اخرۍ نېټې پورې خپل پلان عملي کولو کې ناکامه شوی بلکه د روان کال مۍ میاشت پورې یې هم عملي ګامونه پورته کړي نه دي.

نړیوال مالیاتي ټاسک فورس ویلي پاکستان د کال ۲۰۱۸ جون میاشت کې د اېف ای ټي اېف سره د لوړې کچې سیاسي ژمنې کړې وې چې د ترهګرو مالي سرچینو او د غیرقانوني پیسو انتقال مخنیوي لپاره جوړ کړی پلان به مضبوطوي او د تر هګرو مالي سرچینو مخنیوي په لار کې پرتې کمزورۍ به ختموي.

ادارې ویلي پاکستان د پیسو غیرقانوني انتقال او د ترهګرو مالي سرچینو مخنیوي لپاره ګامونه پورته کړي خو زیاتوي، چې دغه ګامونه پوره نه دي.