د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم په پوله پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ د پاکستاني ادارو اېف سي (ملېشې ځواک) او اېف آی اې (مرکزي تحقيقاتي ادارې) کارمندانو يو بل وهلی ټکولی، د رپورټونو ترمخه د 13 پورې غړي پکې ژوبل شوي، او د تورخم پوله د څو ساعتونو دپاره تړل کېدو وروسته بيا پرانستل شوې وه.
په ټولنيزو رسنيو د يادې پېښې ويډيوز خپرې شوي چې پکې ليدل کيږي کسان يو بل وهي ټکوي. په پوله موجود د اېف آی اې يو چارواکي د نوم ښکاره کولو په شرط وي او اې ډيوه ته ویلي، د اېف آی اې او اېف سي کار مندانو ترمنځ نښته په کار کې د مداخلت په سر شوې ده. هغه ويلي، "اېف سي والو د اېف آی اې په کار کې مداخلت کولو، ځکه یې ترمنځ نښته شوې ده".
د رپورټونو ترمخه اېف سي د نښتې په اړه ویلي، "د اېف آی اې او اېف سي د کارمندانو ترمنځ نښته د ګڼې کمولو په سر شوې ده. بيا د دواړو ادارو چارواکو معامله هواره کړې ده".
په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د ننګرهار د رسنیو دفتر ویلي، "د پاکستاني لوري د خپلمنځي شخړې له امله د تورخم دروازه د د درې ساعته ځنډ وروسته پرانستل شوې وه".
پاکستاني خبريال حامد مير په اېکس (پخواني ټویټر) پوسټ کې ویلي، "په رشوت کې برخه ولې نه راکوئ؟ د روژې په میاشت کې په تورخم پوله اېف آي اې او اېف سي والا په خپل مينځ کې په جګړه شوي ځکه امېګرېشن ته برخه نه ورکوي، د فارم 47 په ګټه د د دروغو رښتياو خبرو او مختلفو سياستوالو بيانونو د بډو خورو په لړۍ کې نوره اضافه کړې ده".
رشوت میں حصہ کیوں نہیں دیتے؟ رمضان کے مہینے میں طورخم بارڈر پر ایف آئی اے اور ایف سی والے آپس میں لڑ رہے ہیں کیونکہ امیگریشن والے ایف سی کو حصہ نہیں دیتے ۔ فارم 47 پر کمائی کی جھوٹی سچی خبروں اور مختلف سیاستدانوں کے بیانات نے رشوت خوری کے رحجان میں مزید اضافہ کر دیا ہے pic.twitter.com/eH1gxVkKaA
— Hamid Mir حامد میر (@HamidMirPAK) March 24, 2024
په پوله د پېسو اخستو خبره يو بل خبريال افتخار فردوس هم کړې ده. هغه ويلي، " 14 ادارې په پوله په ځای کړل شوي دي دوی په يو بل نظر ساتي چې څوک څومره پېسې اخلي، بيا په يو بل د پېسو اخستو تورونه هم لګوي".
If it isn’t someone attacking the Pakistani border, you have a day when the officials deployed at the Pakistani side of the border are fighting each other. The Federal Investigation Agency and the Frontier Corps have beaten up each other. There are 14 agencies deployed at the… pic.twitter.com/K3W9Nw5qoh
— Iftikhar Firdous (@IftikharFirdous) March 24, 2024
په کال 2016م کې هم په بلوچستان کې د پاکستان او افغانستان تر منځ د تګ راتګ په لارو باندې د قاچاق او بډو رشوتونو په سر د پاکستان د پوځ شپږ لوړ پوړي افسران د دندو څخه لرې کړل شوي وو. د نيويارک ټايمز ورځپاڼې په خبر کې ويل شوي وو، د پاکستان د پوځ د پخواني مشر جنرل راحيل شريف په وخت کې يو لفټننټ جنرل، مېجر جنرل، درې بريګيډيران او يو کرنل په بډو رشوتونو او قاچاق کې ککړ معلوم شوي وو.
د دندو څخه په لرې کړل شوو کې د دوو لوړ پوړو افسرانو پېژندګلو د لفټننټ جنرل عبېدالله خان خټک او مېجر جنرل اعجاز شاهد په نومونو شوې او دوی د افغانستان سره په پوله بلوچستان صوبه کې د فرنټير کارپس (اېف سي) مشران پاتې شوي وو.
په خبر کې د يو چارواکي له قوله ویل شوي چې جنرل شاهد د کسټم د ډيوټۍ ورکولو بغېر يو سپورټس موټر په قبضه کې اخستی وو. بيا يو کرنل او مېجر د ګاډي په پېښه کې هغه وخت مړه شوي چې د جنرل په خواست یې اخستی ګاډی په ټکر کړی وو چا چې د پېښې پټولو هڅه کوله. د کرنل ښځې بيا د پوځ مشر ته خط ليکلی، چا چې په بلوچستان صوبه کې د پوځي اهلکارو د غبن يا بډو رشوتونو د ښکاره کولو د پلټنو حکم کړی وو.
د خېبرپښتونخوا د تورخم او بلوچستان د چمن پولې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د هر ډول تګ راتګ دپاره غټې لارې دي، چې پېدل پرې خلک اوړي راوړي او د سوداګريزو ګاډو تګ راتګ پرې هم کيږي. په يادو پولو د پېسو په سر د قاچاق تورونه هم لګول کيږي. په پوله اکثره پاکستان ته راتلونکي افغانان تور لګوي چې د دوی سره پاکستان ته د راتګ ټول قانوني اسناد وي خو بيا ترې هم په پوله پېسې غوښتل کيږي.
افغان خبريال سميع يوسفزي په اېکس پوسټ کې ويلي، "د تورخم په پوله د پاکستان اېف سي او اېف آی اې په خپل مينځ کې په جګړه شوي چې افغانان به څنګه لوټو. په خدای قسم، د دې پورې چې پاکستاني ويزه لرونکي هم د اېف سي، اېف آي اې او اېن اېل سي لخوا د پېسو نه ورکولو په سر تنګول کيږي او افغانانو ته په دروازه د اورېدو اجازت نه ورکوي".
افغان طورخم گیٹ پاکستان ایف سی اور ایف آئی اے آپس میں لڑتے ہیں کہ کیسے افغانوں کو لوٹنا ہے.خدا کی قسم یہاں تک کہ پاکستان ویزا ہولڈر کو NLC، FIA -FC کو چای پانی دینا ورنہ تنگ کردیتی هی اور افغانو کو گیٹ کراس کرنے کی اجازت نہیں دی جائے گی۔ محفوظ کیمروں کے سامنے کس قدر بزدلانہ… https://t.co/a26xWVk13i
— Sami Yousafzai سمیع یوسفزي (@SamiYousafzaii) March 24, 2024
پاکستانۍ خبريالې غريده فاروقي په اېکس ويلي، "د تورخم په پوله د اېف آی اې او اېف سي د اهلکارو ترمنځ خبرې اړول شوي او يو بل زخمي کړی، لوړ پوړو چارواکو سمدست د پېښې خبر اخستی او هواره کړې یې ده. د پېښې په شا اصل خبره دا يقيني کول وو چې څوک ترهګر او يا غېرقانونه تن په پوله را داخل نه شي".
طورخم بارڈر پر آج صبح معمولی ناخوشگوار واقعہ پیش آیا؛ جسمیں FIA اور FC اہلکاروں کے مابین تلخ کلامی ہوئی اور ہلکے زخم آئے۔ اعلی حکام نے معاملے کا فوری نوٹس لیا اور اسے حل کیا۔ واقعے کے پس منظر میں اصل مُدّعا محض اس بات کو یقینی بنانا تھا کہ کوئی دہشتگرد یا غیرقانونی فرد بارڈر سے…
— Gharidah Farooqi (T.I.) (@GFarooqi) March 24, 2024
پاکستاني چارواکو د تورخم په پوله د پېښې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.