د کرغستان پخوانۍ صدره افغانستان دپاره د متحده قومونو د مشر خصوصي استازي وګمارل شوه

اوتن باېیوا د کرغستان د صدرې نه علاوه د خپل هېواد خارجه وزیره هم پاتې شوي ده

د متحده قومونو مشر یا سېکرېټري جنرل اېنټونیو ګوټېرس د جمعې په ورځ د کرغرستان پخواني صدر روزا اوتن باېیوا د افغانستان دپاره خپله خصوصي استازي وګمارله.

مېرمن اوتن باېیوا به ډېبرا لاینس نیسي. مېرمن لاینس د جون په میاشت کې د چوکۍ پرېښودو اعلان کړی و.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه افغانستان دپاره د اوتن باېیوا د خصوصي استازي په توګه د ګمارل کېدو اعلان متحده قومونو په یو بیان کې وکړو.

رویټرز په خپل رپورټ کې وايي چې د اوتن باېیوا تقرري په داسې حال کې شوي چې په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو نه پس هېواد د اقتصادي او بشري بحران سره مخامخ دی او نړیوالې مرستې ته اړتیا لري.

اوتن باېیوا د کرغستان د صدرې نه علاوه د خپل هېواد خارجه وزیره هم پاتې شوي ده.

د جون په میاسته کې په افغانستان کې خپل کار سر ته د رسوولو په موقع د مخه ښه په خپل پېغام کې مېرمن لاینز د طالبانو پر "سخت دریځو تګلارو" سخت خفګان څرګند کړو او ویلي يې وو چې طالبان ښځو ته حقونو نه ورکوي، د مطبوعاتو ازادۍ محدودوي او ټول شموله حکومت نه جوړوي.

‌ډېبرالاینز په 2020 کې په افغانستان کې د متحده قومونو د سیاسي دفتر یوناما د مشرې او په هېواد کې د متحده قومونو د ځانګړې استازې په توګه کار پيل کړی و.

یادونه: د دې خبر معلومات د رویټرز او ای پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي