فنانشل ټایمز:دسیلابي زیان له امله به پاکستان نزدیو کې نړیوالو ادارو څخه د اربونو ډالرو پورونه وغواړي

د رپورټ له مخې، وزیراعظم دا خبره نه ده کړې چې څومره پیسې به پور وغواړي، خو دا خبره ېې تکرار کړې چې د سېلابونو له امله پاکستان ته د ۳۰ اربو ډالرو زیان رسیدلی دی

دبرتانوي ورځپانې فنانشل ټایمز د یو رپورټ ترمخه پاکستان به د ویجاړونکو سیلابونو له امله مخې ته د راتلونکې اقتصادئ بحران د مخنیوي د پاره له نړیوالو پور ورکوونکو ادارو څخه د اربونو ډالرو د پورونو غوښتنه وکړي-

رپورټ کې ویل شوي د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د ورځپاڼې سره مرکه کې ویلې، هېواد د سړکونو، پلونو او نور انفراسټرکچر یا ځاندرې د بیا رغونې لپاره اربونو ډالرو ته اړتیا لري او دوي به د نړیوالو مالیاتي ادارو څخه د پورونو ځنډولو نه بلکې د اضافي فنډونو غوښتنه کوي-

د رپورټ له مخې، وزیراعظم دا خبره نه ده کړې چې څومره پیسې به پور وغواړي، خو دا خبره ېې تکرار کړې چې د سېلابونو له امله پاکستان ته د ۳۰ اربو ډالرو زیان رسیدلی دی-

په هیواد کې د قدرتې افتونو په مهال دنظم ساتنې ادارې این ډي ایم ای پر ویب پاڼه د روانې میاشتې په ۱۷ مه نیټه دخپرو شوؤ شمیرو ترمخه د جون د میاشتې راهسې دبارانو او سیلابونو له امله ۱۷۱۹ کسان مړه شوې اؤ ۱۲۸۰۰ څخه زیات ټپیان شوي دې-

دغو سیلابونو کې ۱۱ لکه ۶۳ زره څخه زیات څاروي مړه شوي، ۲۲ لکه ۷۱ زره څخه زیات کورونه او ۱۳ زره کلومیټره سړکونه هم تباه شوي دي-

د مردان عبدالولې خان پوهنتون د اقتصاد د څانګې پروفیسر منظور علي وي او ای ډیوه سره خبرو کې وایي د پاکستان اقتصاد ددې توان نه لرې چې یوازې د سیلابونو څخه زیانمنه شوې ټوله ځاندره بیرته بحاله کړي او خلک پر خپلو پښو ودروې- دا د یو هیواد نه بلکې د ټولې نړۍ په کچه ممکن کیدای شي-

هغه زیاتوې ددې لپاره د مالي مرستو تر څنګ هغه هیوادونه یا ادارې چې په پاکستان کې ګټې لرې ،د تجارت او سرمایه کارۍ زیاتولو د لارې هم د هیواد مرسته کولی شي-

د روانې میاشتې په پیل کې، ملګرو ملتونو د پاکستان لپاره د ۸۰۰ ملیونو ډالرو د نورو مرستو غوښتنه کړې وه ځکه چې د ملګرو ملتونو د عمومې مشر انتونیو ګوتریش تر مخه د سیلابي اوبو څخه رامینځته شوو ناروغیو کې زیاتوالی او د لوږې د ډیریدو ویره له سیلابونو وروسته نوي خطره رامینځته کړې ده .

ملګرو ملتونو ددې څخه وړاندې په لومړې پړاو کې د نړۍ څخه د پاکستان د مرستې د پاره د 160 ملیونو ډالرو غوښتنه کړې وه چې د نړیوالې ادارې تر مخه ۹۰ ملیونه ډالره یې تر اوسه ترلاسه کړي دي-

امریکا د پاکستان د سیلاب څپلو لپاره د ۵۱ ملیونو ډالرو دمرستې اعلان کړی، د دې تر څنګ اروپایي ټولنې هم د سېلاب ځپلو سره د مرستې کچه ۳۰ میلیونه یورو ته لوړه کړې ده-

د پاکستان د خزانې پخوانی وزیر ډاکټر سلمان شاه وي او ای ډیوه ته واېي دا وخت د سیلاب ځپلو د خوراک څښاک کار روان دی اؤ تر دې وروسته د دوئ د بحالۍ او بیاودانۍ ډیر داسې کارونه دي، چې دهغې دپاره هیواد پیسو ته اړتیا لري-

ډاکټر سلمان شاه وایي چې د نړۍ څخه د پیسو غوښتلو تر څنک لومړس به حکومت ته خپلو غیر ضروري لګښتونو کې هم کمی راوستل او ددغو پیسو د بحالۍ کارونو کې مصرفولو اړخ ته پام راګرځول وي-

دڅیړونکو تر مخه د سیلابونو له امله اقتصاد ته رسیدلي د 30 اربو ډالرو د زیان ترڅنګ د پاکستانۍ روپۍ په بیه کې کمښت هم د وارداتو، پور اخیستلو او د پور ورکولو لګښت لوړوي، او دګرانۍ کچه یی نوره هم زیاته کړې ده چې د څو لسیزو په لوړه کچه روانه ده.

بلخوا، د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار مطبوعاتو ته ویلي چی پاکستان هغه 27 ارب ډالرو د بېرته ادا کولو نېټه غځول غواړي چی د مختلفو هیوادونو څخه یې ترلاسه کړي دي. په دغو قرضونو زیاته برخه د چين ده.

اسحق دار ویلي پاکستان د قرضو په شرطونو کی بدلون نه کول غواړي.

خبری اداره بلوم برګ وایې په موجوده مالي کال د نړیوال بېنک او د ایې اېم اېف په مقابل پاکستان د چین زیات قرض داری شوی او د پاکستان د مجموعی غیر ملکي قرضو 30 فیصد برخه قرض يې چین ته ورکړی دی.