‏جي-‏‎7‎‏ هیوادونه په اسرایل د ايران د حملې وروسته په منځني ختيځ کې د ثبات دپاره ګامونه پورته کوي

د نړۍ اووه شته منو هیوادونو (جي-‏‎7‎‏) د اتوار په ورځ غونډه کړې او په ښکاره يې په اسرايل د ايران حمله غندلې ده.‏ د ويډيوي غونډې وروسته د جي-‏‎7‎‏ هيوادونو په بيان کې ویل شوي، "مونږ د اسرايل او خلکو سره یې د پوره يو والي او ملاتړ څرګندونه کوو او د امنيت ‏دپاره يې ژمنه کوو".‏

اسرایل ویلي، ايران د اتوار په ورځ په اسرايل ‏‎320‎‏ ډرون او ميزايلې داغلي، خو د امریکې او نورو هیوادونو په ملاتړ یې ‏‎99‎‏ فيصده راغورځولي دي.‏ جي-‏‎7‎‏ هيوادونو ويلي، "ايران په سيمه کې د بې ثباتۍ او قابو نه بهر شخړې د خطرې دپاره بل ګام پورته کړی دی، بايد د دې نه ډډه وشي".‏

د اسرايل د دفاعي ځواکونو وياند لفټننټ کرنل پيټر لرنر سي اېن اېن ته ویلي، "ايران په بريد کې ناکامه شوی دی".‏

د اتوار په ورځ د جي-‏‎7‎‏ هيوادونو غونډه اټلي رابللې وه. په جي-‏‎7‎‏ هيوادونو کې برتانيه، کېنېډا، فرانس، جرمني، جاپان او امریکا شامل دي او دا وخت یې ‏مشري د اټلي سره ده.‏

لرنر ويلي، تهران پوځي اډه په نخښه کړې د کوم په اړه چې ايران وايي، دغه اډه د اپرېل په لومړۍ نېټه د شام په پلازمينه دمشق کې د ايران په سفارتخانه د ‏بريد دپاره کارېدلې او دوه ايراني جرنېلان پکې وژل شوي وو.‏
هغه زیاته کړې، د شپې په هوايي بريد کې کوم تاوان نه دی اوښتی.‏

اسرايل ویلي، د ايران لخوا د اسرايل ضد ‏‎170‎‏ وسله وال ډرون، ‏‎120‎‏ بېلسټک ميزايلې او ‏‎30‎‏ کروز ميزايلې داغل شوي چې ځينې د ايران د خاورې نه نېغې ‏او ځينې یې په عراق او يمن کې د پراکسيز لخوا ويشتل شوي دي.‏

د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت وياند جان کربي سي اېن اېن ته ويلي، زیاتره ميزايلې او ډرون د ايران څخه داغل شوي دي، او ايران چې څه کړي دي دا یې د ‏نړيوالو فضايي حدودو سرغړونه کړې ده.‏
په اسرايل داغل شوو ميزايلو کې ځينې په اسرايل کې غورځېدلي خو زيات یې د رسېدو نه وړاندې په هوا کې ويشتل شوي او غورځول شوي وو.‏

چارواکو ويلي، په اسرايل کې يواځې يوه عرب اسرايلي جينۍ په ټکړو د لګېدو څخه ژوبل شوې ده.‏
کربي د ايران لخوا داغل شوو ډرون او ميزايلو راغورځول پوځي کاميابي بللې او زياته کړې یې ده په اسرايل یې ډېر کم تاوان اړولی دی.‏

ايران د اتوار په ورځ اسرايل او امریکې ته خبرداری ورکړی که د اسرايل د خاور نه ځوابي کارروايي وشوه د ایران ځواب به هم ډېر غټ وي.‏ ايران ويلي، په اسرايل یې حمله ختمه کړې خو لرنر ويلي، "ضروري نه ده چې مونږ د دوی خبره ومنو". ‏

جان کربي ویلي، امريکې د ايران په ډرون او میزايلو غورځولو کې د اسرايل مرسته کړې خو ورسره یې ويلي، په ايران حمله کې به برخه هم نه اخلي.‏

د اسرايل وزیراعظم بين يامين نېتن ياهو د ایران حملې ته د جواب ويلو دپاره د خپلې جنګي کابينې غونډه بللې او په ټولنيزو رسنیو یې ویلي، "مونږ حمله ‏ودرولې، مونږ په شا تمبولې او مونږ به په شريکه ګټه کوو".