حافظ حمدالله وايي که د ریاست په تگ لارو تنقيد د ریاست دښمني ده نو بیا خو باچا خان او مفتي محمود هم د ریاست دښمنان ؤ.

Your browser doesn’t support HTML5

د عمران خان د حکومت دمخالفو گوندونو د تحریک پي ډي ایم ویاند حافظ حمدالله وايي که د ریاست په تگ لارو تنقيد د ریاست دښمني ده نو بیا خو باچا خان او مفتي محمود هم د ریاست دښمنان ؤ.
حافظ حمدالله دا خبرې د حکومت لخوا په ځیني مخالفو گوندونو او پشتون ژغورنې غورځنگ باندې د تازه تورونو په ځواب کې وکړې.
د پاکستان د حکومت د اطلاعاتو وزير فواد چودري تېره ورځ تور پورې کړی ؤ چې اسرايل د پاکستان پرضد ټرېنډز چلولی جمعيت علما اسلام او مسلم ليګ ن ګوند په دې کې برخه اخسته ده.
نور تفصیل په مرکې کې چې رحمان بونیري ورسره کړې ده