حماس نن شپږ تنه نورو اسرایلي یرغمل خوشي کوي او اسرایل به 600 فلسطیني بندیان ازاد کړي

په غزه کې د حماس پوځي څانګې د جمعې په ورځ تایید کړه چې د لنډمهالې ډزبندۍ د تړون په بنیاد به د شنبې- خالي په ورځ شپږ نور اسرایلي ژوندي یرغمل شوي کسان له بنده خوشي کړي.

له حماس ډلې سره تړلي د فلسطیني بندیانو د رسنیو دفتر وویل چې تر 600 زیات فلسطیني بندیان به هم د یرغملو په بدل کې د اسرایل له زندانونو څخه خوشي کړل شي.

د حماس پوځي څانګې عزالدین القسام د جمعې په ورځ په خپل بیان کې ویلي چې د یرغمل شویو کسانو د خلاصون بهیر به له پلان سره سم پر مخ ولاړ شي.

د اسرایل د یرغمل شویو او بې درکه شویو کورنیو ټولنې د دې اونۍ په پیل کې د شپږو یرغمل شویو نومونه خپاره کړي وو، چې پکې الیا کوهن، تل شوهام، عمر شم توف، عمر وینکرټ، هشام السید او اورا منګیستو شامل دي.

حماس د پنجشنبې- زیارت په ورځ هم د څلورو اسرایلي یرغمل شویو کسانو مړي اسرایل ته وسپارل، چې پکې د بیباس د کورنۍ درې غړي او یو بوډا سړی شامل وو، چې د دې ډلې په وینا د جګړې په پیل کې د اسرایل په هوايي برید کې وژل شوي وو.

خو اسرایلي وزیراعظم بینامین نتنیاهو د جمعې په ورځ وویل حماس د ډزبندۍ له تړون سره سم اسرایل ته د یو یرغمال تن مړی نه دی ورکړی او وایي ډله به يې قیمت ادا کوي.

نتنیاهو په یو ویډیو بیان کې وویل د ژوندیو یرغمالان د ستنولو او د مړو جسدونه ترلاسه کولو دپاره به اسرایل په عزم ګامونه پورته کوي او حماس به د تړون د خلاف ورزۍ مکمل قیمت ادا کوي.

د زیارت- پنجشنبې، په ورځ د دوو ماشومانو، د یوې ښځې او د یو سړي مړي اسرایل ته سپارل شوي، خو ویل کېدل چې دغه ښځه د ماشومانو مور ده، خو اسرایل وايي د ماشومانو د مور مړی نه دی ورکړل شوی.

دا لومړی ځل دی چې حماس د یرغمل کسانو مړي اسرایل ته سپارلي دي، حماس دعوه کړې ده چې دا کسان د هغوی له ساتونکو سره یو ځای د اسرایل په هوايي بمباریو کې وژل شوي دي.

د اسرایل د دې تور باوجود چې وایي د یرغمل شوي شیري بیباس مړی حماس نه دی ور سپارلی، د یرغملو د خوشي کېدو دا اعلانونه د دې نخښه ده په غزه کې د ډزبندۍ تړون لا هم پر ځای دی.

د حماس وسلوالو دغه مړي سره صلیب نړیوالې مرستندویه ادارې ته سپارلي وو او وروسته له غزې څخه اسرایل ته لیږدول شوي، چېرې چې په لسګونو کسانو ورته انتظار کاوه.

د اسرایل او حماس ترمنځ د شپږو اونیو د ډزبندۍ دوې اونۍ پاته دي او دواړه خواوې تراوسه ددې اوربند د غزولو په اړه لا کوم تړون ته نه دي رسېدلې.

حماس ټینګار کوي چې د اوربند تړون ته ژمن دي او وایي "په خپل ملکیت کې د هیڅ مړي د ساتلو لپاره څه دلچسپي نه لري".

په غزه کې د ډزبندۍ تړون د جنوري په 19مه پیل شو او لومړی پړاو د مارچ په لومړیو کې پای ته رسیږي. په غزه کې فلسطینیان او د اسرایلي یرغمل شویو کورنۍ ویره لري چې کېدای شي دا تړون له پلان سره سم دویم پړاو ته ونه غزیږي، چې له مخې یې حماس باید د اسرایل د جګړې پای ته رسولو په بدل کې پاته ټول یرغمل شوي کسان ور وسپاري.

د حماس وسلوالو د 2023م د اکتوبر په اوومه په اسرایل باندې په یو برید کې شاوخوا 1,200 کسان وژلي وو او 250 نور یې یرغمل کړي وو. چارواکي وايي، په لسګونو یرغمل اوس هم په غزه کې پاته دي.

په ځواب کې اسرایل د حماس خلاف په غزه کې هوايي او ځمکني بریدونه پیل کړی چې د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تر اوسه پورې تر 47,000 زیات کسان پکې وژل شوي او تر 70 فیصده زیاتې ودانۍ یې ویجاړې شوې دي.

یادونه:- د رپوټ زیات معلومات له اې پي او اې ایف پي خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.