دپاکستان پلازمینه اسلام اباد کې دتېز باران له امله یو دیوال غورځېدلی چې ګڼ شمیر مزدوران یې لاندې کړي اؤ پولیس وایي په دغه پېښه کې لږ تر لږه 12 کسان مړه شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي دي.
دپاکستاني رسنیو د رپورټونو له مخې دا پېښه دچهارشنبې په سهار د اسلام اباد د ګولړه موړ سیمې ترڅنګ رامنځته شوې ده.
رسنیو دپولیسو اؤ مرستندویه ادارې دسرچینو له خولې ویلي دغلته دیو جوړیدونکي پل لپاره وهل شوی 100 فټه اوږد اؤ 11 فټه دنګ دیوال د مزدورانو په یوه خیمه راغورځېدلی اؤ هغوي یې لاندې کړي دي.
پولیس وایي دپېښې سره سم مرستندویه فعالین دپېښې ځای ته رسیدلي اؤ د 12ؤ مزدورانو مړي یې له ملبې راویستي دي.
پولیس وایي دې پېښه کې ګڼ شمیر نور کسان ژوبل شوي هم دي چې هغوي دعلاج لپاره په سمدستي توګه هسپتال ته رسول شوي دي.
په عین حال کې رسنیو خبر ورکړی چې د اسلام اباد په محمد ټاون سیمه کې هم دباران له امله دیو دیوال غورځېدو پېښه کې د 11 کالو یوه ماشومه جینۍ مړه شوې ده.
په اسلام اباد اؤ ورسره پیوست ښار راولپنډۍ کې دتېرې شپې نه سخت باران شورو دی چې له امله یې
دپینډۍ د ناله لۍ په نوم ژوره ناله یو وارې بیا راختلې ده اؤ انتظامیې دغلته میشتو خلکو دسیمې نه د وتلو وینا کړې ده.
دپاکستان جیو ټي وي پخپل رپورټ کې ویلي چې دسختو بارانونو له امله دناله لۍ نه د زیان رسیدو خطرې سیوا شوي اؤ پوځ د څه رقم بدې پېښې په وخت دخلکو دمرستې لپاره ناله لۍ ته رسیدلی دی.
د رپورټ له مخې د راولپنډۍ دکمشنر په وینا دسختو بارانونو له امله د کټاریا اؤ ګوالمنډۍ سیمو نه خلک خوندي سیمو ته په وتلو دي اؤ دڅه رقم بیړني وضعیت په مهال دخلکو دمرستې لپاره پوځ اؤ دضلعي انتظامیې چارواکي چټک ولاړ دي.
د جون په وروستیو کې چې په پاکستان او هند کې د پشکال یا وسې بارانونه پیل شوي پنجاب او پښتونخوا صوبه یې زیات اغېزمن کړي چې د چارواکو په وینا تر اوسه پکې لږ تر لږه 91 تنه مړه شوي دي.
تیر کال په پاکستان کې سېلابونو شاوخوا 33 میلینه کسانو ته زیان اړولی ؤ او 1,739 کسان په دغو بارانونو اؤ سیلاب کې مړه شوي وؤ .
دغو سیلابونو د پاکستان اقتصاد ته 30 اربه ډالر زیان ورساوه.