د کرکټ نړيوالې شورا [ايي سي سي] ویلي چې د افغانستان لوبډلې راتلونکي کال د کرکټ ټاکل شوي نړيوال جام 2023 کې د لوبېدو ځای جوړ کړو، دا په داسې حال کې چې د اتوار په ورځ يې د باران له امله د سري لنکا سره سيالي برابر پاتې شوې ده.
Already looking forward to next year%27s ICC @cricketworldcup in India 💥https://t.co/4ZbT08e2ZY
— ICC (@ICC) November 28, 2022
افغان لوبډلې ته د نړيوال جام د سپر ليګ په ياده سيالۍ کې پينځه اضافي پواينټونه ترلاسه شوي دي او دا وخت ورسره 115 پواينټونه دي.
د ايي سي سي په اوسنۍ درجه بندۍ کې افغان لوبډله اووم نمبر ته راغلې ده له دې وړاندې اته لوبډلو ځای جوړ کړی چې به نړيوال جام کې به لوبيږي.
د افغانستان کرکټ لوبډلې رحمان الله ګربز د 2023 نړيوال جام کې د وړتيا په ترلاسه کولو شکر ادا کړی او ويلي يې دي د سري لنکا پرضد سياليو سيريز ګټلو تمه لري.
Alhumdulillah qualified to the World cup 2023. Looking forward to win the series as well #afgvsl pic.twitter.com/WQFJFcZ2wL
— Rahmanullah Gurbaz (@RGurbaz_21) November 27, 2022
د افغانستان او سري لنکا ترمنځ د درېو يو ورځنو سياليو لومړۍ لوبه افغان لوبډلې ګټلې او درېمه سيالي يې په 30 نومبر ټاکل شوې ده.
د ايي سي سي د سپرليګ د 13 لوبډلو په درجه بندۍ کې په لومړي نمبر هند، په دوېم انګلېنډ، په درېم نيوزي لېنډ، په څلورم اسټريليا، په پينځم بنګله دېش، په شپږم پاکستان، په اووم افغانستان، په اتم ويسټ انديز، په نهم ايیرلېنډ، په لسم سري لنکا، په 11م جنوبي افريقه، په 12م زمبابوی او په وروستي 13م نمبر نيدرلېنډ دی.
ټاکل شوې په راروان نړيوال جام کې به 10 لوبډلې لوبيږي. افغان لوبډله له دې وړاندې دوه ځله په نړيوال جام کې لوبېدلې ده.