د کرکټ ‏T20‎‏ نړيوال کپ ‏‎2024‎م پيل شو، لومړۍ سيالي د امریکا او کېنېډا ترمنځ روانه ده

‏د کرکټ د ‏T20‎‏ شل اووريزه نړیوال کپ ‏‎2024‎م سيالۍ په امريکا کې پيل شوې، لومړۍ لوبه د امریکا او کېنېډا لوبډلو ترمنځ روانه ده.‏

د امریکا په ډېلس کې روانې سيالۍ ټاس/ پچه کوربه لوبډلې امریکا ګټلی خو لومړی بېټنګ یې د کېنېډا لوبډلې ته ورکړی دی.‏

د امریکا د لوبډلې کپتان مونانک پټېل او کېنېډا د لوبډلې کپتان سعد بن ظفر دی.‏

د ټاس وروسته د نړيوال کپ د پرانستې لنډه شان دستوره شوې، د امریکا او کېنېډا د بېرغونو لاندې د دواړو هيوادونو ترانې ويل شوي دي.‏

د کېنېډا لوبډلې په خپل لومړي پړاو / اننګز کې د پینځه لوبغاړو په سوځیدو 194 رنزونه جوړ کړل او امریکا ته یې د ګتې لپاره د 195 منډو هدف ورکړی. د کېنېډا لخوا نونیت دهلیوال 61 او نکولس کرټن 51 رنزونه جوړ کړل.

د امریکا لخوا علي خان، هرمیت سنګ او کوری اېنډرسن یو یو لوبغاړی اوټ کړو.

د کرکټ د ‏T20‎‏ شل اووريزه نړیوال کپ ‏‎2024‎م سيالۍ په امريکا او ويسټ انديز کې ټاکل شوي دي، شل لوبډلې پکې برخه اخلي چې په پينځه ګروپونو ‏وېشل شوي، او ټولې ‏‎55‎‏ سيالۍ به پکې کيږي.‏

د افغانستان لوبډله به خپله لومړۍ سيالي په څلورم جون د يوګنډا سره، او پاکستان به خپله لومړۍ سيالي په شپږم جون د امریکا سره کوي.‏