د پاکستان وزيراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ غونډه کې د ګډون لپاره امريکا ته رارسېدلې

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ غونډه کې د ګډون لپاره امريکا ته رارسېدلې.

امريکې ته د سفر لپاره نوموړي ته د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان خپل خصوصي جهاز ورکړی.

په دې سفر کې د وزيراعظم عمران خان سره د خارجه چارو وزير شاه محمود قريشي، د خزانې د چارو صلاح کار حفیظ شېخ ، او په بهر ملکونو کې د پاکستاني وګړو د چارو خصوصي معاون زلفي بخاري هم ملګري دي.

وزيراعظم عمران خان به د ستمبر په 27 مه نېټه د جمې په روځ د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ غونډې ته خپله لومړۍ وېنا کوي نوموړي د خپلې دغې وېنا د اېجنډې په اړه په خپلو مرکو کې ويلي دی به د کشمير په کشاله خبرې کوي او د ده په وېنا چې نړۍ به په کشمير کې د هندوستان لخوا په روان زور زياتي خبره وي.

د ملګرو ملتونو جنرل سېکټري انتونيو ګټرېس په اړه هم وېل کېږي چې دی به هم د کشمير په کشاله خبره کوي.

د جنرل سيکټري وياند سټېفن ډيوجېرک خبري کانفرنس ته ويلي د پاکستان خبريالانو د جنرل سيکټري اېنتونيو ګترېس نه پوښتلي چې ملګري ملتونه د کمشير د کشالې په سر څه کوي.

نوموړي ويلي دی غواړي د کشمير کشاله د خبرو اترو دلارې اواره کړی شي او په دغه سيمه کې بشري حقونه خوندي وي. جنرل سېکټري ژمنه کړې چې دې به په کشمير خبره کوي.
ملګرو ملتونو په کال 1948م کې د کشمير د کشالې د اواري لپاره قرارداد منظور کړی وو چې پکې ويل شوي وو چې د کشمير اولس دې دغه مسله د رېفرنډم د لارې حل کړي، خو تر اوسه په دغه قرارداد عمل نه دی شوی.

د جنرل اسمبلۍ د غونډې ترڅنګ به نوموړي د امريکا دصدر ټرمپ او يو شمېر نور مشرانو سره هم ليدل کتل کوي دا به د وزيراعظم عمران خان د صدر ټرمپ سره دويم ملاقات وي ، د دې نه وړاندې دواړو مشرانو د جولايۍ په 22 په واشنګټن کې ليدل کتل کړي وو.

نوموړی به د پاکستان په اړه په درې اړخيزه غونډه کې هم برخه اخلي چې پکې به د ملايشيا او ترکي مشران ګډون کوي.

طمع ده چې وزيراعظم عمران خان به پخپل دې سفر کې د بشري حقونو د تنظيمونو سره هم ويني او نړيوالو مطبوعاتو سره به مرکې هم کوي.
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ دا 74مه غونډه د ه چې باقاېده پرانسته به يې د ستمبر په 24مه نېټه کېږي او رپوټونه وايې سږ کال د دې غونډې مهمه اېجنډه ماحولياتي بدلون دی.

د نړۍ 193 هېوادونه د ملګري ملتونو غړي دي او هرکال د غړو هېوادونو مشران د ستمبر به مياشت کې د ملګرو ملتونو په مرکز نيويارک ښار کې غونډه کوي او د نړۍ په مهمه کشالو خپل خپل نظرونه او وړانديزونه ورکوي.