د هند او پاکستان د سرحدي شخړو د کره معلوماتو لپاره ویبپاڼه پرانیستل شوې

د هند او پاکستان پر لانجمنه کشمیر پوله باندې د پوځونو له خوا پر یو بل د ډزو او نورو پېښو د څارنې لپاره خبریالانو یوه ویبپاڼه پرانیستې ده.

دا ویبپاڼه چې د هند او پاکستان د سرحدي شخړو څارنه کوي Indo-Pak Conflict Monitor نومېږي هندي څېړنکارانو پرانیستې ده، چې غرض یې د کشمیر پر پوله جګړې ته د خلکو پام را ګرځول دي.

هندي او پاکستاني چارواکي د کشمیر پر لانجمنه پوله پرله پسې پر یو بل باندې له ډزبندۍ د سرغړونې تورونه لګوي او د دواړو خواوو تر منځ تاوتریخوالی په وروستیو کې زیات شوی دی.

په ٢٠١۴م کال کې هند په باقایده ډول پاکستان ٥٨٣ وارې د ډزبندۍ پر سرغړونو تورن کړی وو، خو پاکستان وايي چې هند ٣١٥ وارې د ډزبندۍ سرغړونه کړې ده. په ٢٠١٧م کال کې د دواړو خواوو نه رپورټ شوې دا شمېرې ٨٦٠ او ١٩٧٠ ته رسېدلې دي.

د هند-پاکستان د شخړو څارونکې ویبپاڼې له مخې د ٢٠١٨م کال په وړومبۍ میاشت کې هند پر پاکستان ١٩٢ واره د سرغړونې تورونه لګولي، خو پاکستان وايي د ٢٠١٨م کال د فبرورۍ تر پایه هند ۴٠٠ وارې د ډزبندۍ سرغړونه کړې ده.

د سیمې پوهان او څېړنکاران فکر کوي، چې د دواړو هېوادونو د پوځونو تر منځ د ډزو دا تبادله ځانګړې پېښې نه دي، نه دا د پاکستان له خوا هندي اړخ ته د ترهګرو د اړولو لپاره کېږي. دوی دریځ لري چې د دومره ډېرو نښتو باوجود سیاستوال د کشمیر د لانجې هواري ته تیار نه دي، چې پر سر یې دواړو اېټمي وسله لرونکو ګاونډیانو وړاندې یو غټ جنګ هم کړی دی.

له هنده خپرېدونکې دې ویبپاڼې باندې د ٢٠١٦م کال په لومړیو ورځو کې کار پیل شوی وو، چې غرض یې د جمو او کشمیر پر پوله د ډزبندۍ د سرغړونو د رپوټونو کره کتنه کول وو. وروسته د ډزبندۍ د سرغړونو د څارنې دا کار په ٢٠١٧م کال د جنورۍ په میاشت کې د هند او پاکستان تر منځ د جنګونو څارنه شوه چې خاص پام یې بیا هم د جمو او کشمیر پولې ته وو.

پر دې ویبپاڼه له ٢٠٠٢م کال راهیسې د هندي او پاکستاني پوځونو له خوا د را پورته شویو سرغړونو ازاد رپورټونه پراته دي، چې لیکوال یې وايي د هند او پاکستان تر ولکو لاندې سیمو ته د دغو خبرونو په را غونډولو پسې تللی وو.

د ٢٠٠٣م کال په نومبر میاشت کې د هند او پاکستان پوځونه د ډزبندۍ پر یوه تړون موافق شوي وو. د دې ویبپاڼې چلوونکي وايي، له دې تړونه سرغړونې نه یواځې د هند او پاکستان تر منځ د پوځي او سیاسي تاوتریخوالي سبب کېږي، بلکې له وړاندې موجوده کرکه نوره هم سېوا کولای شي. له همدې وجې دا ډزبندي پر ځای ساتل ډېر مهم دي.