د ابراهیم رېیسي د غورځیدلي هيلي کاپټر د لټون عمليات غځول شوي

‏ایراني چاوراکو ويلي، د ايراني صدر ابراهيم رېيسي د نسکور شوي هيلي کاپټر د لټون عملیات تر ګل/ دوشنبې تر سهار غځول شوي، د ايراني صدر ‏برخليک لا نه دی معلوم شوی.‏

د ايران سرکاري مطبوعاتو د اتوار/ يکشنبې په ورځ ويلي، هیلي کاپټر د ازربايجان ورزقان صوبې ته څېرمه د ايران په ختيځ کې د خراب موسم له امله ‏نسکور شوی دی.‏ ويل شوي، په هيلي کاپټر کې صدر ابراهيم رېيسي، د بهرنيو چارو وزير حسېن امير عبداللهيان، او نور دوه چارواکي د ازربايجان څخه ستنېدل، چرته چې ‏دوی د ازربايجان د صدر الهام علييف سره ليدلي او د يو ډېم پرانسته یې کړې وه.

IRAN-AZERBAIJAN-DAM

‏ايراني مطبوعاتو ویلي، ياد هيلي کاپټر يو د هغو درېو څخه وو چې د دستورې څخه یې بيرته چارواکي راوړل.‏

علييف په اېکس (پخواني ټويټر) ویلي، هغه د رېيسي د هيلي کاپټر په نسکورېدو سخت خفه دی، د دعاګانو او مرستو یې ويلي دي.‏

د ایران سرکاري ټي وي د هيلي کاپټر د ژغورنې دپاره ورغلو امدادي کارکونکو عکسونه خپاره کړي چې په تياره او باران کې په غرييزو سيمو کې د نسکور شوي هيلي کاپټر ‏د ځای موندلو هڅه کوي، خو د رېيسي، امير عبداللهيان او نورو چارواکو په اړه څه نه دي ويل شوي.‏

د بحران د انتظام دپاره يورپي کمشنر جېنز لينارسک په اېکس ويلي، د ايران د مرستې د غوښتنې په ځواب کې یې د سيټلايټ د نقشې د ټکنالوجۍ بېړني ‏انتظام کوپرنيکس فعاله کړی دی.‏

د ايران ايين يا اساسي قانون وايي، که صدر مړ کيږي او يا نااهله يا بې صلاحيته کيږي، مرستيال صدر به یې ځای نيسي څو پورې چې په ‏‎50‎‏ ورځو کې ‏نوی صدر نه وي ټاکل شوی، دا وخت د ايران مرستيال صدر محمد مخبر دی.‏

د ایران صدر د سپريم مشر ايت الله خامنه ای ماتحته دی د چا په لاس کې چې د ملک ټولې چارې دي.‏ رېيسي د سخت دريځه خامنه ای د ځای ناستي په توګه ليدل کيږي، هغه په ‏‎2021‎‏ کې صدر منتخب شوی، د هغه مخالفين د انتخاباتو څخه ودرول شوي او ‏کم ووټونه یې ترلاسه کړي وو.‏

د وي او اې فارسۍ څانګې ترمخه، په ايران کې په مختلفو ځايونو کې په ټولنيزو رسنيو داسې عکسونه خپاره کړل شوي چې پکې د ايران د سخت اسلام ‏خوښي واکمن ريېسې په مړينه خوشالۍ شوي او اورونه بل کړل شوي دي.‏

په يوه ويډيو کې يوه مېرمن د اتش بازۍ د ځای پېژندګلو د جنوبي تهران کوي. يو بل تن ويلي د ايران په شمال ختيځ کردستان صوبه کې اتش بازي شوې ده.‏ وي او اې په ازاده توګه د دغو ويډيوز تصديق نه شي کولی ځکه د ايران دننه د رپورټنګ يا خبر ورکولو څخه پرې بنديز دی.‏

له دې وړاندې د اتوار په ورځ د ايران په سرکاري ټي وي ښکاره کړل شوي وو، چې د حکومت پلويان په مختلفو ځايونو کې راټول شوي او د رېيسي په ‏خوندي توګه ستنېدو دپاره دعاګانې غواړي.‏
د ایران سرکاري خبري ادارې ارنا د خامنه ای د قوله ويلي، د ايران ولس بايد اندېښمن نه وي، د هيواد په چارو کې به هيڅ خنډ نه جوړيږي.‏

ارنا يو عکس هم خپور کړی چې پکې مرستيال صدر مخبر په مشرۍ د کابينې بېړنۍ غونډه کيږي او د هيلي کاپټر د غورځېدو د پېښې وروسته معاملاتو ‏جاج اخلي.‏

په جرمني کې مېشت ازاد ايراني خبریال او څيړونکي رضا طالبي د وي او اې فارسۍ ټي وي سره په مرکه کې ویلي، که رېيسي مړ شو، د ايران اسلامي ‏واکمن به یې شهيد ګرځوي چې هغه د بهرنيو دښمنانو اسرايل او امريکې د لوبې په پايله کې مړ شوی دی. خو د دې کوم ثبوت نشته.‏

د امريکې د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي، دوی د ايراني هيلي کاپټر د غورځېدو پېښه د نزدې نه څاري او په دغه اړه یې د نور څه ويلو نه ډډه کړې ده.