د سخت دريزه اسلامي مفکورې ځواب څوک وايي؟

د ضیاالدين یوسفزۍ څخه د سخت دريزه اسلام په سر سوالونه

VOA's Deewa Service hosted an event at the Newseum called "Malala: Our time. Our place. Our moment in the human race" featuring Malala Yousafzai and her father, Ziauddin Yousafzai, Aug. 30, 2015.

​د جينکود تعليم لپاره په نړيواله کچه مبارزه کونکی او د نوبل امن انعام گټونکې پښتنې ملاله یوسفزئ پلار ضیاالدين یوسفزۍ ويلي دي په نړۍ کښې ترې په مذهب اسلام کښې د سخت دريزه فکر د لوړې کچې په حقله سوالونه کیږي - د ډیوه ریډیو په اونیزه پروگرام داعش او سخت دريځي کې د کوربه رحمان بونيري سره په یوه ځانگړې مرکه کښې ښاغلي یوسفزۍ ويلي دي د ده ځواب ورته دا وي چې داعش، طالبان او بوکوحرام د نړۍ د کروړونو مسلمانانو نماینده گان نه دي- ښاغلی یوسفزۍ واېي په مغرب کښې د اسلام د رسواېئ علت دغه وسله وال گوندونه دي کومو چې مسلمانانو ته هم تر ټولو زیات زیان اړولی دی- هغه زیاته کړه اسلام ته چې څومره زیان دغو خپل سره ډلو رسولی دی بل چا نه دی رسولی- ښاغلی یوسفزۍ تپوس کوي په ملگرو ملتونو کې د عيساېي مذهب منونکو مشر پوپ وینا کولی شي نو د اسلامي نړۍ څوک مفکر ولې نه شي کولی؟ د یوسفزۍ ټوله مرکه په لانديني لينک واورئ-

Your browser doesn’t support HTML5

ضیاالدين یوسفزۍ سره د رحمان بونیري مرکه

قبله ایاز: اسلامي وسله وال جدوجهد کونکي د خوارجو نوی شکل دی

Qibla Ayaz

مذهبي دانشور قبله ایاز ويلي دي د مترقي اسلامي نړۍ مفکرين د داعش وسله وال جدوجهد نه مني او فکر کوي دويي د خوارجو نوی شکل دی- په اونیزه پروگرام داعش او سخت دريځي کې ښاغلي قبله ایازاوویل چې په اسلامي دولتونو په خاصه توگه پاکستان کې پخواني پوځي امر جرنیل ضیاالحق د خپل واک ژوندي ساتلو په خاطر اسلامي سخت دریزو ته وده ورکړه ، او وس پاکستان په کورني کچه په مسلکي تقسيم کې ښکیل دی- د قبله ایاز ټوله مرکه په لانديني لينک واورئ-

Your browser doesn’t support HTML5

قبله ایاز سره د رحمان بونیري مرکه

پروفیسرخادم حسین : ریاست پاکستان نه غواړي سخت دريځي ختمه کړي

Khadim Hussain

پروفیسرخادم حسین وايي ریاست پاکستان د غیرریا ستي تنظيمونو مفکوره د خپلو پټو مقصدونو په خاطر ژوندۍ ساتل غواړي- په اونیزه پروگرام داعش او سخت دريځي کې ښاغلي حسین اوویل د ریاست دغه پټ مقصدونو دادي چې د دغه ډلو په لاسو خپل گاونډیان د مټ لاندې وساتي- خو وس پاکستان دخپلې دغه خطرناکه تگ لارې په جال کښې په خپله ښکيل دی او په نزدې گاونډ او لرې پرته نړۍ کې پرې څوک اعتبار ته تیار نه دي-

د پروفېسر خادم حسین ټوله مرکه په لانديني لينک واورئ-

Your browser doesn’t support HTML5

د پروفیسرخادم حسین سره د رحمان بونیري مرکه