د اسرایل او حماس جګړه د شروع کېدونه پس په منځني ځتیخ کې د ممکنه منځګړي په حېث د چین کردار ته کتنه زیاته شوې. خو څېړوونکي وايي په کوم مبهم انداز کې چې بيجېنګ په اسرایل د حملو غندنه کړې، په نړیوالو شخړو کې د چین د عدم مداخلت او په مځنیځي ختیځ کې د چین محدودې سفارتکارۍ سره سمون خوري.
رفایلو پېنټوچي په سېنګاپور کې د نړیوالې مطالعې مرکز راجارتنم سکول او انټرنېشنل سډیز څېړونکی دی، د وي او ای سره ټېلې فون دلارې مرکه کې وايي چېن د امن په اړه لوړې منصوبې خو وړاندې کوي د عملي کولو دپاره دغو منصوبو او بیانونو په شا ودرېږي نا.
هغه وویل په موجوده وخت کې داسې څه نه شکاري چې چین شخړې د هوارولو دپاره د څه کردار ادا کولو اراده لري.
په اسرایل د حماس د حملې شروع کېدو نه پس د چین خارجه وزارت په دې اړه تشویش څرګند کړو. وزارت د اکتوبر په اتمه نېټه خپل بیان کې وویل په ټولو فریقېنو غږ کوی چې پرامنه ووسي، زغم نه دې کار واخلي او جګړه دې ودروي چې دا ډول ملکي خلک محفوظ شي او حالات نور خراب نه شي.
دچین د دې بیان په جواب کې په بیجېنګ کې یو اسرایلي سفارتکار غوښتنه وکړه چې چین د حملې د غندلو دپاره بایدن زیات سخت بیان جاري کړي.
د امریکې د سېنېټ د اکثریتي غړو مشر چګ شومر د ګل، دوشنبې، په ورځ په بیجېنګ کې د چین صدر شي جېن پينګ سره ملاقات کې په اسرایل د حملې په اړه د چین په بیان د مایوسۍ اظهار وکړو.
د ګل، دوشنبې، په ورځ د معمول په خبري غونډه کې د چین د خارجه وزارت ترجمان (نې) ماو نېنګ وویل چین ملکي کسانو ته د نقصان رسونکو ګامونو مخالفت او غندنه کوي، او دا چې جګړه دې په سمدستي ډول ودرول شي. په بیان کې دا حماس نوم وا نه خیستل شو.
د نېشنل یونېورسټي اف سېنګا پور د چې چین د خارجه تګلارې څېړونکی این چونګ وايي چین دا خبره کړې چې د اسرایل او فلسطینیان د سولې دپاره به زیات فعال کردار ادا کوي خو د کردار او ګفتار ترمنځ یې فرق دی.
چونګ وي او ای ته د ټېلې فون د لارې وویل چې په منځني ختیځ کې د امن دپاره د چین لوظ نه پوره کولو یو سبب دا کېدلی شي چې بيجېنګ لا رضامندي نه لري چې څه ګام واخلي او یا په حالاتو د اثر انداز کېدو صلاحیت نه لري.
په منځني ختیځ کې د تازه شخړې نه مخکې د مارچ په میاشت کې ایران او سعودي عرب د چین په کوښښونو د سفارتي تعلقاتو بحالولو معاهده لاس لیک کړه. د ایران او د سعودي عرب د تعلقاتو بحالي سفارتي کامیابي و بلل شوه او د چین د سرکاري مطبوعاتو دا کوښښ و چې دا په منځني ختیځ کې د چین د زیاتېدونکي سفارتي اثر په څېر پېښ کړي.
د اپرېل په میاشت کې د چين پخواني خارجه وزیرا ګېن ګېنګ خپل اسرایلي او فلسطیني هم منصبانو ته وویل چې بيجېنګ تیار دی چې د دواړو فریقینو ترمنځ د سولي په خبرو کې سهولت کاري وکړي.
پېنټوچي وايي د دې باوجود چې چین په منځني ځتیځ کې ځان د یو منځګړي په توګه پېښ کوي خو د منځني ختیځ ملکونه چین د یو تجارتي هېواد په نظر ګوري په ځای د دې چې چین د منځنیني د شخړې په هوارولو کې کردار هم ادا کولی شي.
پېنټوچي وايي اسرایل دا امید نه کوي چې چین به د حماس سره د اسرایل شخړه ختمه کړی شي بلکې اسرایلي مشران به غواړي چې چین ددوی زیات حمایت وکړي.