د لبنان صحت چارواکو د نهې- سه شنبې په ورځ ویلي چې د دوو ورځو نه روانو د اسرایل په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه 558 کسان وژل شوي دي.
اسرایل د نهې- سه شنبې په ورځ د لبنان په جنوب کې هوايي بریدونه ترسره کړي چې د حزب الله په لسګونو اهداف یې په نخښه کړي، په شمول د هغو جنګیالیو چې د اسرایل په شمال کې د راکټونو بریدونو کوي.
حزب الله ویلي چې د سه شنبې په ورځ یې په راکټي حملو کې د اسرایل پوځي اډې یې هم په نخښه کړي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې ویاند د نهې- سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې په لبنان کې لسګونه زره کسان د خپلو کورونو څخه بې کوره شوي او دا شمېره نوره هم سیوا کیدی شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې ویاند میتیو سالټ مارش وضعیت "ډیر د اندیښنې وړ" وګرځولو.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر ولکر ترک په سیمه کې پر ټولو اثر او اغیز لرونکو کسانو غږ کړی چې "نړیوال قانون باندې مکمل درناوی یقیني کولو دپاره دې هر ممکن هڅه وکړي."
دغه خبره د ولکر ترک ویاندې روینا شمداساني خبریالانو ته وکړه.
په تشدد کې د زیاتوالي وروسته اېیر فرانس، قطر اېیرویز، اتحاد او نور هوايي شرکتونه د بیروت د هوايي اډې نه پروازونه منسوخ کړي.
د اسرایل پوځ دغه حملې د ګل-دوشنبې په ورځ پیل کړي او د لبنان په جنوب او ختیځ کې د 1,300 نه زیاتو اهداف په نخښه کړي.
د لبنان صحت چارواکو د ګل- دوشنبې په ورځ د اسرایل په بریدونو کې د مړو شمېر خواوشا 500 ښودلی او ویلي د 1,600 نه ډیر زخمیان شوي دي. دغه چارواکي وايي په وژل شوو کې 35 ماشومان او 58 ښځې دي.
د اسرایل پوځ د لبنان په ختیځ کې د البقاع درې- وادۍ اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې د حزب الله د وسلو د ډېپوګانوی یا ګودامونو نه دې ځانونه لرې وساتي.
د لبنان شهریانو ته په یوه ریکارډ یا ثبت شوي پیغام کې د اسرایل وزیر اعظم بنیامین نېتن یاهو د دوی نه وغوښتل چې د وتلو دپاره د اسرایل غوښتنو ته پام وکړي، او ویلي یې دي چې دوی باید "دا خبرداری جدي واخلي."
نېتن یاهو وویل: "مهرباني وکړئ اوس د نقصان د لارې لېرې شئ." هغه زیاته کړه چې "زمونږ د عملیاتو د ختمیدو وروسته تاسو کولی شئ په خوندي توګه خپلو کورونو ته ستانه شئ."
په زرګونو کسان د لبنان د جنوبي سیمو نه وتلي چې د بیروت شمال لویې لاره یا سړک د ټرېفیک دلاسه بند شوی دی.
د ملګرو ملتونو سیکرټري جنرل انټونیو ګوټیرېس ویلي چې هغه د اسرایل او لبنان په پوله د "خرابیدونکي وضعیت له امله اندیښمن دی" او په ځانګړي توګه د ملکي خلکو وژنو او په زرګونو بې ځایه شوو خلکو .
په تیره اوونۍ کې د لبنان سره د اسرایل په پوله کې د جګړې زیاتوالی د پراخې سیمه ییزې جګړې ویره راپارولې، ځکه چې اسرایل په غزه کې د ایران په ملاتړ لرونکی حماس سره هم جګړه کوي.
د اووه لوی صنعتي هېوادونو ډلې جي سیون د بهرنیو چارو وزیرانو د ګل- دوشنبې په ورځ ناوخته په یو بیان کې "د اوسني ناورین د ختمولو" غوښتنه کړې ده.
د بهرنیو چارو وزیرانو وویل: "عملونه او جوابي غبرګونونه د تاوتریخوالي دغه خطرناکه لړۍ د زیاتیدو خطر لري او ټول مینځنی ختیځ په پراخه سیمه ییزې جګړې ته اړوي چې د نتیجو تصور یې نه شي کیدی. "
د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې وروسته د اسرایل او حزب الله ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی او دواړه فريقېن قریباً روزانه په یو بل ډزې کوي. د جګړې له امله په سلګونو کسان په لبنان کې او په لسګونو کسان په اسرایل کې وژل شوي دي او په زرګونو خلک په دواړو ملکونو کې بې کوره شوي دي.
په غزه کې جنګ په اسرایل د حماس د حملې نه شروع شو. په اسرایل کې د حماس په حمله کې تر 1,200 پورې کسان وژل شوي او تر 250 پورې نور کسان حماس یرغمال نیولي وو. د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړی دی. د غزه د صحت وزارت وايي په فلسطيني سیمه کې تر اوسه د 41,400 نه زیات کسان وژل شوي چې زیاتره ښځې او ماشومان دي. د اسرایل پوځ وايي په غزه کې په وژل شویو کسانو کې په زرګونو وسله والو هم شامل دي.
امريکې، برطانيي، یورپين یونین او ځینو نورو مغربي ملکونو حماس ترهګر تنظیم ګرځولی دی.
يادونه : د دې خبر ځیني معلومات د اې پي، اې اېف پي او رويټرز نه اخیستل شوي دي