په اسټرېلیا کې یهودي او د مسلمانانو ټولنې وايي د دوی په ضد کرکه زیاته شوې

په تېرو څو هفتو کې په اسټرېلیا کې د فلسطینانو په حق کې لوی مظاهرې شوي دی او د اسرایل پلویانو هم لاریونونه کړي دي

په اسټرېلیا کې یهودي قانون سازان وايي د اسرایل او حماس جنګ د شروع کېدو وروسته اېنټي سېمېټیزم یا د یهودیانو په ضد نفرت زیات شوی او د مسلمانانو د ټولنې مشران وايي په اسلاموفوبیا یا د اسلام نه په ویره کې هم اضافه شوې ده.

که څه هم اسټرېلیا په فخر دا خبره کوي چې په ملک کې د مخلتفو ثقافتونو خلک په هم اهنګۍ ژوند کوي خو د حماس او د اسرایل جګړې اختلافات راپارولي دي.

د اسلاموفوبیا رېجېسټر اسټرېلیا نومې تنظیم چې د کرکې په جرمونو نظر ساتي په تېره یوه میاشت کې یې 133 واقعات رېکارډ کړي دي. دې تنظیم مقامي مطبوعاتو ته ویلي د جرمونو شمېره ډیره زیاته کېدلی شي ځکه چې ډیر واقعات نه رپورټ کېږي.

د اکتوبر د اتمې نېټې نه د نومبر د اوومې نېټې پورې د یهودیانو تنظیم دي اېګزېکېټیوکاونسل فا اسټرېلین جوري د اېنټي سېمېټېزم 221 واقعات رېکارډ کړي دی.

په دغو واقعاتو کې د ټوپک دړکې، جوماتونو او د یهودیانو عبادتخانو یا سېنګاګز ته ګواښونه، د مسلمانانو او یهودیانو سکولونو ته دړکې، مال حال ته نقصان، زباني بدې ردې او د جسماني تشدد پېښې شاملې دي.

په کېمبرا کې د پارلېمنټ یهودي غړو ویلي چې په اسټرېلیا کې د اېنټي سېمېټیزم واقعات د حساب نه بهر شوي دي.
په تېرو څو هفتو کې په اسټرېلیا کې د فلسطینانو په حق کې لوی مظاهرې شوي دی او د اسرایل پلویانو هم لاریونونه کړي دي.

د اکتوبر په میاشت کې د اسټرېلیا په سېډني ښار کې د فلسطینیانو په حق کې د مظاهرې وډیو ښښي چې خلک په کې د یهودیانو خلاف د جذباتو اظهار کوي.

جولین لیزر چې د حزب اختلاف لېبر پارټۍ د پارلېمنټ غړی او نامتو یهودي دی، اسټرېلین براډ کاسټېنګ کارپورېشن نومې خبري ادارې ته د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل په اېنټي سېمېټیزم کې اضافه شوې ده. هغه وویل یهودیانو دپاره د امنیت صورتحال خراب شوی دی، خلک د احتجاج حق لري خو دا حق نه لري چې نور خلک ویروي.

د اکتوبر په میاشت کې د اسټرېلیا د حکومت دوو وزیرانو وویل د حماس د بربریت په جواب کې اسرایل د غزه ملکي خلک د اجتماعي سزا سره مخامخ کړي دي.

د صنعت وزیر اېډ هوسېک او د ابتدايي ماشوم والي د تعلیم وزیره اېن د اسټرېلیا د کابېنې یوازني مسلمانان غړي دي.
پارلېمنټ ته تقریر کې وزیراعظم اېنتني البنیز د شورو، چهارشنبې، په ورځ د اسرایل په اړه د حکومت تګلاره تکرار کړه.

البنیز وویل دا خبره یې واضحه کړې ده چې اسرایل د خپلې دفاع حق لري، په کوم انداز کې چې دا خبره شوې اهمیت لري، دا خبره هم واضحه ده چې د حماس او د فلسطیني ولس ترمنځ باید چې فرق وکړی شي.

د حزب اختلاف زاړه پاله مشر پيټر ډټن په اېنټي سېمېټزم کې د اضافې په اړه د حکومت په تګلاره پوښتنې راپورته کړي دي.

ډټن د شورو، چهارشنبې، په ورځ پارلېمنټ ته وویل چې د البنیز حکومت د اېنټي سېمېټېزم په ضد ودرېدو کې ناکامه شوی دی. البنیز دغه خبره رد کړه.

د اسټرېلیا د شماریاتو ادارې بیورو اف سټېټېسټېکس ترمخه، په ملک کې یهودیان د ابادۍ صفر اشاریه څلور فیصد او مسلمان صفر اشاریه درې اشاریه دوه فیصد دي.

اسټرېلیا د 1949 راهسې اسرایل سره سفارتي تعلقات لري او د فلسطینیانو او یهودیانو دپاره د دوو جدا ریاستونو د قیام حمایت کوي.