جی يو ايي (ف) په پښتو ژبه کې د امريکايي خبري ادارو په ضد احتجاج کړی

د پاکستان قبايلي سيمه خېبر اېجسۍ کې نن د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه د جميعت علماء اسلام (فضل الرحمان ډلې ) نزدې ۵۰ غړو د وي او ای ډيوه ، مشال او ازادي رېډيو پر ضد احتجاج کړی .

احتجاج کوونکو په پښتو ژبه کې په يادو دريو خبري ادارو نېوکې کړي چې د قبايلي سيمو په اصلاحاتو باندې دغه خبري ادارې يو طرفه خبرونه ورکوي.

په قبايلي سيمو(فاټا) کې د خبريالانو د تنظيم مشر قاضي فضل الله د جميعت علماء اسلام (فضل الرحمان ډلې ) دغه احتجاجونه غندلي او وايي دا په سيمه کې د بيان او فکر په ازادۍ د بنديز لګولو لپاره يوه پلمه ده.

د قبايلي علاقو يوشمېر نوروسياسي مشرانو او د مدني ټولنو غړوهمپه ټولنيزو وېب پاڼو ددغې احتجاجونو غندنه کړې او دغه خبري ادارې يي په سيمه کې د معلوماتو او بېدارۍ خورولو لوېې سرچينې بللي.

په قبايلي سيمو کې د مرکزي حکومت په وړاندې شوو اصلاحاتو کې وېل شوي چې قبايلي سيمو ته به د انګرېز د وخت ظالمانه ایف سي ار قانون په ځاېې د پاکستان قانون غځول کېږي.

د اصلاحاتو کمېټۍ ويلي چې د قبايلي سيمو اکثره خلک غواړي چې په صوبه خېبر پښتونخوا کې ورګډ کړی شي.

په پاکستان کې زيات تره سياسي ګوندونه د قبايلي اولس ددغې غوښتنو ملاتړ کوي، دوه سياسي پارټۍ جميعت علماء اسلام (ف) او پښتون ملت پاله ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټي وايي د قبايلي سيمو فېصله دې قباېل پخپله اوکړي او ددغې کار لپاره د رېفرنډم غوښتنه کوي.

په پاکستان کې لوي سياسي ګوندونه لکه په مرکز کې واکمن مسلم ليګ (ن) ، په خېبر پښتونخوا کې واکمن تحريک انصاف، پښتون ملت پاله ګوند عوامي نېشنل پارټي، جماعت اسلامي، قومي وطن پارټي او پاکستان پيپلز پارټي په قبايلي سيموکې د حکومت د وړانديزونو ملاتړ کوي.

وي او ایډيوه په قبايلي سيمو کې د اصلاحاتو په اړه تاوده بحثونه، غوندې او سياسي جلسې جلوسونه د نزدې نه څاري او دا هڅه کوي چې د اصلاحاتو په اړه د دواړو خواؤ دريځونه په هر رپوټ او خبر کې ورکړي.

وي او ایډيوه په دې موضوع د يوې يا بلې ډلې د تګلارې ملګرتيا نه کوي. د واېس اف امريکا د تګ لارې سره سم وي اوای ډيوه رېښتوني، بې پلوه او په پوهه پوره خبرونه ورکوي.

وي او ایډيوه د واېس اف امريکا دا تګلاره هم عملي کوي چې په ټوله نړۍ کې خلک د ازادۍ او ډيموکرېسۍ په اړه خبر کړي، خبرې اترې ورسره اوکړي او يو بل سره يي په بحث کې يو ځاې کړي.