خېبر: پوځ وایي وسله والو سره نښته کې درې پوځيان اؤ څلور وسله وال وژل شوي

د پاکستان پوځ وایي د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه خېبر کې وسله والو سره په نښته کې درې پوځيان اؤ څلور وسله وال وژل شوي.

د پوځ ویاندې ادارې آي ایس پي ار د جمعې په ورځ ویلي د خېبر ضلعې په تېراه سیمه کې درې ځایه د پوځ اؤ وسله والو (چې پوځ یې د فتنه خوارج په نوم بلي) تر منځ نښتې شوي.

پوځ ویلي په دې نښتو کې درې عسکر وژل شوي چې پېژندګلو یې د میانوالي د حوالدار انعام ګل، د ټانک د سپاهي محمد عمران اؤ د مردان د سپاهي الطاف خان په نومونو ښودل شوې ده.

پوځ دعوه کړې چې په دې نښتو کې څلور وسله وال هم وژل شوي خو د پوځ دغه بیان کې د وسله والو پېژندګلو نه ده په ډاګه کړل شوې.

د آي ایس پي ار بیان کې ویل شوي چې د ترهګرو نه د سیمې پاکولو لپاره امنیتي ځواکونې د پاکونې عملیات دوامداره ساتلي اؤ امنیتي ځواونه د ترهګرۍ ختمولو ته لوړه حوصله لري.

تر دې وړاندې د جمعې په ورځ ځايي سرچینو ویلي وو چې نامعلومه وسله والو د خېبر قبایلي ضلعې په لرې پرته سیمه تیراه کې د امنیتي ځواکونو په یوه پوسته ډله ییز برید کړی چې پکې لږ تر لږه اووه عسکر وژل شوي اؤ د یو کیپټن په ګډون 12 نور ژوبل شوي دي.

د سرچینو وینا وه چې دا برید د زیارت اؤ جمعې په منځ کې د تیراه په ادم خیل سیمه کې د اورکزئ سکاوټس په یوه پوسته شوی دی.

سرچینې ویلي وؤ په پوسته د څلورو اړخونو نه وسله والو ناتاره ډزې کړي اؤ بیا یې وروسته دغې پوستې ته اور لګولی دی.

په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې د امنیت وضعه په چټکتیا سره خبره شوې اؤ په امنیتي ځواکونو د وسله والو بریدونو کې اضافه لیدل شوې ده.

په پینځم اګست د پاکستان د پوځ ویاند لیفټننټ جنرال احمد شریف چودري یو مبطوعاتي کانفرنس ته ویلي وؤ ،د روان کال په لومړو اووه میاشتو کې د ترهګرۍ ضد عملياتو کې 139 پوځيان وژل شوي دي،

هغه ویلي وؤ د ترهګرۍ ضد جګړه به د اخري ترهګر تر خاتمې پورې روانه وي

پاکستان کې د څېړنې او امنيتي مطالعې مرکز سېنټر فار ریسرچ اېنډ سیکيورټي‌ سټديز نومې غېر دولتي ادارې (پيکس) په خپل تازه رپورټ کې ويلي، پاکستان کې د جولای په میاشت کې د ترهګرۍ 79 پېښې شوي، 81 کسان پکې وژل شوي او 71 ژوبل شوي.

رپورټ وایي پاکستان کې تېره میاشت ترهګریز بریدونه 14 فيصده او ځاني تاوان 80 فيصده سېوا شوی دی.

د پيکس د شمېرو ترمخه، "د خېبرپښتونخوا په بندوبستي علاقو کې 36 حملې شوي، 60 کسان پکې وژل شوي او 27 ژوبل شوي دي، او قبايلي ضلعو کې 26 حملې شوي، 30 کسان پکې وژل شوي او 18 ژوبل شوي دي".

د پيکس په رپورټ کې ويل شوي، د جولايۍ په میاشت کې په بلوچستان صوبه کې 12 حملو کې 12 تنه وژل شوي او 18 ژوبل شوي، سیند صوبه کې په پينځو حملو کې شپږ تنه وژل شوي او دوه ژوبل شوي دي.