ګنډاپور د امنيت او بجلۍ په مسله د مرکزي وزيرانو سره ليدلي

KPK CM meeting with Interior Minister

KPK CM meeting with Interior Minister

د خېبرپښتونخوا وزيراعلا صوبه کې د امنيت او بجلۍ په مسله د مرکزي وزيرانو سره ليدلي، او په ګډه د مسلو په هوارولو یې اتفاق کړی دی.‏

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ويلي، علي امين ګنډاپور د کورنيو چارو وزارت ته ورغلی، د کورنيو چارو مرکزي وزير محسن نقوي او توانايۍ مرکزي ‏وزير اوېس لغاري سره یې ليدلي دي.‏ ويل شوي په ليدنه کې په صوبه کې روانو حالاتو باندې خبرې اترې شوي او صوبه کې د لوډشيډنګ او بجلۍ په اړه نورو مسلو باندې پرمختګ شوی دی.‏

د کورنيو چارو وزارت ترمخه، مرکزي وزيرانو د خېبرپښتونخوا وزیراعلا د معاملاتو په ګډه حل کولو باندې اتفاق کړی دی، او نن د ګل/ دوشنبې په ورځ ‏بيا د ليدو پرېکړه شوې ده.‏

د خېبرپښتونخوا وزيراعلا پرون ‏‎ ‎‏(د ځانګړو پانګونو د سهولت کارۍ کونسل/ اېس آی اېف سي) غونډه کې د ګډون وروسته ويلي وو، د کورنيو چارو او ‏توانايۍ د وزير سره به ويني.‏

له دې وړاندې د خېبرښتونخوا حکومت دعوه کړې وه وزيراعلا يادې غونډې ته نه دی وربلل شوی او په مرکزي حکومت یې سختې نيوکې کړې وې.‏ او د جمعې په ورځ بيا علي امين ګنډاپور په خپله مطبوعاتو سره خبرو کې ويلي وو،"د خپل حق په اخېستلو پوهیږو،15 ورځې وروسته به درته وویم چې ‏صوبه د چا ده، بټن د چا ده او بجلي د چا ده".‏

هغه ويلي وو، "د هغوي (مرکزي حکومت) رویه په مونږ هیڅ فرق نه پرېباسي ، د خپلې صوبې په حقونو به هیڅ جوړ جاړي ته غاړه کښېنږدو".‏

نوموړي زياته کړې وه، "د مرکزي حکومت نه به د خپلې صوبې حساب اخلو او که حق را نه کړل شو بيا به د ‏صوبې خلک د مرکزي حکومت خلاف غږ پورته ‏کوي، بيا به مونږ تحریک چلوو".‏

په خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف او مرکز کې د پاکستان مسلم ليګ او اتحاديانو ګډ حکومت دی.‏ او د کله نه چې په صوبه کې د پاکستان ‏تحریک انصاف ګوند حکومت جوړ شوی په ځانګړي ډول مرکزي حکومت باندې د بجلۍ په لړ کې سختې نيوکې کوي چې صوبې ته یې بجلي نه ورکوي.