د پښتونخوا د سرکاري سکولونو نتیجو باندې د تعلیمي کارپوهانو نظر

د خیبر پښتونخوا تعلیمي ثانوي بورډونو په نتیجو کې یو ځلې بیا د سرکاري سکولونو کارکردګي د پراېویټ یا شخصي سکولونو په پرتله خرابه پاتې شوې ده. د پښتونخوا صوبې تعلیمي کارپوهان واېي دې تازه نتیجو د صوباېي حکومت د تعليمي ایمرجنسۍ په نامه کړې دعوې غلطې ګرځولې دي.

د مردان عبدالولي خان پوهنتون اکیډمک ډائریکټر طارق محمود د ډیوه ریډیو سره په خپلو خبروکې وېلي په صوبه کې په تدریسي او انتظامي کچه اهلیت لرونکي کسان نشته. ښاغلي طارق محمود د بحث په وخت هغه ټولې کمزورۍ په گوته کوي چې عیني حال کې دپښتونخوا صوبې سرکاري سکولونو د نهم او لسم ټولګیو دطالب علمانو کمزورې نتیجو په شکل کې مخې ته راغلي دي. د طارق محمود صیب د خبرو تفصیل په لانديني لنک اوریدلی شۍ.

Your browser doesn’t support HTML5

طارق محمود-عبدالولي خان پوهنتون اکیډمک ډائریکټر

تعلیمي کارپوهه خادم حسین وايي دپښتونخوا صوبې موجوده واکمنو د تیر حکومت لخوا دسکولونو، نصابي کتابونو، تعلیمي بورډونو او د دغو دڅارنې لپاره د تعلیم وزارت لاندې جوړ د همکارۍ نظام ختم کړی. اوس حکومت هرڅو میاشتې پس نوې نظام معارفي کوي او دغه بیا نیمه کې پريږدي چې له امله یې دسکولونو استاذان او تعلیم سره تړلې ادارو انتظام کونکي په دوه کې اچولي دي. دپروفیسرخادم حسین صیب د خبرونورتفصیل په دې لانديني لنک اوریدلی شۍ.

Your browser doesn’t support HTML5

خادم حسین تعلیمي کارپوهه

دوایس اف امریکا ډیوه ریډیو هیلو وي او ای پروګرام کې دتعلیم کارپوهانو د تعلیمي ثانوي بورډونو په نتیجو کې دسرکاري سکولونو د خرابې کارکردگۍ ذمه وار د خیبر پښتونخوا صوبا‏ېي حکومت ګرځولی دی. دپروگرام کوربه وو نوشیروان قلندر.