کندوز: په چاؤدنه کې ۱۵ ملکي وګړي وژل شوي

د افغانستان په شمال کې پرتې صوبې کندوز کې د سړک غاړې بم په چاؤدنه کې لږ تر لږه ۱۵ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د چارواکو په وېنا دا پېښه د شورو، چارشنبې په ماښام په امام صېب ولسوالۍ کې شوې ده.

د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت وياند نصرت رحيمي ويلي بم طالبانو اېښودی ؤ.

رحيمي په ټويټر په چاؤدنه کې د ۱۵ تنو د وژنې او دوه تنو د ژوبلېدو ويلي دي.

د کندوز د چارواکو په وېنا په چاؤدنه کې ښځې او ماشومان هم وژل شوي څوک چې د واده يوې دستورې له روان وو.

په افغانستان کې وخت په وخت د بدامنۍ په پېښو کې ملکي وګړي په هدف کيږي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو ترمخه په افغانستان کې د روان کال په لمړو نهه مياشتو کې ۲۶۰۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۵۶۰۰ ژوبل شوي دي.