په اسلام اباد کې د نوي پرلت تیاري روانه ده: منظور پښتين

د پښتون ژغورنې غورځنگ مشر منظور پښتين ويلي دي د دوي غوښتنې نه دي منل شوي او اوس د یو نوي پرلت تیاري کوي. ښاغلي پښتين وي او ډیوه ته وویل:

" د پېښور جلسه او د هر یو کلي او هر ښار چې کومه جلسه ده دا د یو نوي پرلت تیاري ده" هغه وویل دوي به بیا پرلت ځکه کوي چې حکومت ورسره کړي لوظونه نه دي پاللي:

"نه خو تر اوسه راو انوار ونیول شو، او نه په شمالي وزیرستان کې پټ ماینونه صفا کیږي"

د منظور په خیال وس هم د خالي او اتوار په ورځ کرفیو لگول کیږي. هغه غوښتنه وکړه چې د چېک پوستو واک دې د پوځ په ځای ځايي انتظامیې ته وسپارل شي:

"په چېک پوستو د پښتنو خوداري مجروح کېږي، دا دې لیویز ته حواله شي"

ښاغلي پښتون وویل د اسلام اباد د پرلت څخه د مخه به په کراچۍ ښار کې هم جلسه کوي :

"د کراچۍ په جلسه کې به مونږ د پښتونو سرکاري ملازمانو نه هم څه غوښتنې کوو"

هغه تور پورې کړو چې د پښتنو د بچو قاتلان د پاکستان د پوځ په مرکزونو کې ناست دي.

ښاغلي پښتون وویل چې پښتانه وژل کیږي هم او په وسایلو یې هم قبضې شوي دي:

"ځمونږ په وسایلو قبضه شوې ده. زمونږ دمعدنیاتو رایلټي نشته دی، د ځاي پېداوار منډهۍ په لاهور کې جوړې شوي دي"

ښاغلي پښتين وویل په کراچۍ ښار کې نيم پوځي ځواک رینجرز، پولیس، د پوځ استخباراتي اداره ایم اي پښتا نه د تاوان لپاره اوچت کړي او بیا ترې د دوه لکو روپو څخه تر د څلورو لکو روپو پورې اخلي :

"چې څوک روپۍ ور نه کړي بیا یې مړي موندل کیږي"

د ښاغلي منظور پښتين سره دغه مرکه رحمان بونيري کړې ده او په سر کې یې ترې پوښتلي دي، د کړکېچ ځپلې صوبې بلوچستان سفر مو د توقعاتو مطابق وو؟

Your browser doesn’t support HTML5

د منظور پښتين سره د رحمان بونيري مرکه