په ګرده نړۍ کې د فټبال مېنه وال د مېراډونا په مرګ غمژن دي

Your browser doesn’t support HTML5

په ګرده نړۍ کې د فټبال لوبې مینه وال د فټبال ستر لوبغاړي ډیاګو میراډونا په ناڅافي مرګ په غم کې دي. د میراډونا په خپل هیواد ارجنټینا کې د هغه مینوال هغه ته د پیرزونو وړاندې کولو لپاره ځاې پر ځاې راغونډ شوي. مېراډونا دوه ورځې وړاندې د زړه د دورې لکبله مړ شوی.