د پېښورمریم په وزن پورته کولو کې نوم گټل غواړي

د پېښور مريم نسيم وايي "ځمونږ په کلتور کې د جينکو د وزن پورته کولو یا وېټ لیفټينگ د لوبو رواج نه ؤ خو اوس زه غواړم چې نورې جينکئ هم دې لوبې ته راشي"

مریم د پېښور اوسېدونکې ده او په اسټریلیا کې یې د وېټ لیفټينگ په لوبو کې د سپينو زرو جایزه گټلی ده.

هغې وي او ای ډیوه ته په یوه مرکه کې اوویل چې په دې لوبه اعتراضونه هم کیږي خو ځينو خلکو یې ستاینه هم وکړه. هغه وايي:

"تر څو زما کورنۍ زما سره ولاړه وي نورې نیوکې مې لاره نه شي نيولې"

د مريم د وېټ ليفټينگ شوق په اسټریلیا کې پیدا شو ,هغه وايي:

"زه اسټریلیا ته دزدکړو لپاره تلې اومه هلته مې جينکئ وليدلې چا چې ویټ ليفټينگ کولو نو زما هم شوق پېدا شو"

د ویټ ليفټينگ په حقله په پاکستانۍ ټولنه کې دا خیال عام کیږي چې گني دا یواځې د هلکانو لوبه ده خو مريم ددې خیال سره اتفاق نه کوي، هغه وايي :

"دا لوبه د جينکو د پاره هم ده، دا خبره سمه نه ده چې کومې جينکئ دا لوبه کوي نو د هلکانو په شان به ښکاري"

مريم وايي د وېټ ليفټينگ سره یې په بدن کې هیڅ فرق نه دی راغلی. هغه وايي زه نورو جينکو ته هم ویل غواړم چې وېټ ليفټينگ شورو کړي. د مريم په خیال:

" دا کار د یو ښودونکي یعني کوچ په موجودگۍ کې کول پکار دي"

تفصیلي مرکه اورېدلی شئ چې ځمونږ همکار رحمان بونيري ورسره کړې ده

Your browser doesn’t support HTML5

مریم نسيم مرکه