د ولسن سنټر څېړنکار مایکل کوګلمېن په نظر طالبان او القاعده یوبل ته ډېر نزدی دي. خو القاعده بیا د سیمې د نورو تندروا ډلو سره هم علاوه د داعش اړېکې لري. او دا خبره که یوه خوا د طالبانو دپاره په اینده کې مشکلات جوړولې شي نو د پاکستان دپاره هم د فکر وړ ده. ځکه چې پاکستاني طالبان هم القاعده ته نزدی دي او القاعده پخپله هم پاکستان کې ډېرې کارروایانې کړي دي.
د مایکل کوګلمېن سره په افغانستان کې د داعش او القاعده د ملګرتیا په امکاناتو، پاکستان ته په ورپېښو امنیتي چېلنجونو او افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو محفوظه مرکز جوړېدو په موضوع د ډیوه ثمینه احسن تفصیلي مرکه کړي.