د یمن نه ویشتل شوی مېزاېل اسرایل کې په ډاګه لګیدلی او په هوايي ډګر د حملې ساېرنې غږول شوي

د اتوار/ یکشنبې په ورځ د یمن ایران پلوه یاغیانو لخوا په اسرایل ویشتل شوی میزاېل په شړه ځمکه غورځیدلی چې له سببه یې د اسرایل په نړیوال هوايي ډګر کې د هوايي برید ساېرنې غږول شوي.

تر اوسه د دغه میزایلي برید د لاسه د کومې مرګ ژوبلې یا تاوان رپورټ نه دی ورکړل شوی، خو اسرایلي مطبوعاتو داسې ویډیو ګانې خپرې کړي چې پکې خلک په هوايی ډګر/ اېیرپورټ کې خوندي ځایونو ته منډې وهي. د دغه اېیر پورټ چارواکو ویلي چې د دغې لږ وروسته د اېیر پورټ کارونه بیرته فعال شوي.

د مرکزي اسرایل په یوه کلیواله سیمه کې بیا لګیدلی اور هم لیدل کیداې شي او ځايي مطبوعاتو داسې عکسونه ښودلي چې د یو میزایل یا میزایل ویشتونکي توغندي برخه وي، چې د موډلېن ښار ټرېن سټېشن په پړوۍ لګیدلې وي. د اسرایل پوځ ویلي په دغه سیمه کې د اوریدل شوي چاودنې غږ د میزایل ویشتونکې توغندي غږ وو.‌

په غزه کې د اسرایل او فلسطیني وسله والې ډلې حماس تر منځه شورو شوې جګړې راپه دیخوا د یمن هوثي یاغیانو په اسرایل بیا بیا ډرون او میزایلي بریدونه کړي، خو نژدې ټول یې بیا په سور سمندر شنډ کړل شوي.

اسرایل ویلي د برید ځواب به ورکوي

د اسرایل وزیراعظم بنیامین نیتن یاهو د اتوار/یکشنبې په ورځ د کابینې غونډه کې هوثیانو ته د ځواب ورکولو اشاره ورکړې. نوموړي‌ ویلي ٫٫ هوثیان باېد په دې پوهه وي چې مونږ ته د زیان رسولو د هر کوښښ ښه درون قیمت ورکوو.٬٬ نوموړي ویلي ٫٫ هر څوک چې یادونه غواړي مونږ ورته د هدیده بندر د لیدو بلنه ورکوو.٬٬

د هوثیانو پوځي ویاند برېګېډېر جنرال یحیا ساري ویلي، چې دوي د تل ابیب په جفا سیمه کې یو ٫٫ پوځي مرکز٬٬ په نخښه کړی. د هوثي یاغیانو حکومتي ویاند هاشم شریف الدین چې یمنیان به د مسلمانانو د پېغمبر د پېداېش ورځ په داسې مهال لمانځي چې ٫٫ اسرایلیان به په پناه ځایونو کې وي.٬٬ د هوثیانو یو بل چارواکوي هضیم الاسد په اېکس په هېبرو ژبه کې د ملنډې یو پېغام هم خپور کړی.

د جولايي په میاشت کې هم د هوثي یاغیانو لخوا ویشتل شوي یو میزایل تل ابیب په نخښه کړی وو چې یو تن پکې مړ او ۱۰ نور ژوبل شوي وو. اسرایل د دغه برید به ځواب کې په یمن کې د هوثي یاغیانو په سیمه هوایي بریدونه کړي وو.

هوثي یاغیانو څو وارې په سور سمندر باندې سامان وړونکي سمندري بیړۍ هم په نخښه کړي، چې یاغیان یې د فلسطینیانو په مرسته د اسرایل تړل بلي. خود زیات تره په نخښه شوي سمندري بیړود اسرایل سره هیڅ تړاو نه وي.‌

په غزه کې روان جنګ تیر کال په ۷م اکتوبر په اسرایل د حماس وسله والې ډلې لخوا شوي بریدو وروسته شورو شوی چې له سببه یې دغه ټوله سیمه ویشتل شوې، او ورسره ایران پلوه وسله والې ډلې په اسرایل بریدونه کوي او امریکا بیا د اسرایل او غربي ایتلافي هیوادونو نه ځوابي بریدونه کوي.

په دغه سیمه کې ایران پلوه وسله والې ډلې لکه حماس، هوثیان او تر ټولو کلکه ملګرې ډله د لبنان حزب الله چې نژدې هره ورځ د اسرایل سره د غزه د جګړې راپه دیخوا هره ورځ د ډزو تبادله کیږي. ایران او ملګري یې وايي چې دوي د فلسطینیانو په مرسته کې دغه ګامونه اخلي.

د اسرایل پوځ ویلي چې د اتوار/ یکشنبې په ورځ‌ د لبنان نه ۴۰ توغندي ویشتل شوي خو ټول په ډاګه شنډ کړل شوي. د اسرایل او لبنان په پوله د دغه جګړو د لاسه دواړه خواو ته په زرګونو خلک بې کوره شوي. اسرایل بیا بیا خبرداری ورکړی چې دوي به د حزب الله ډلې پرضد پراخه عملیات پېلوي چې د دوي ښاریان بیرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

حزب الله ډله بیا وايي چې کله په غزه کې د اوربند وشي نو وروسته به خپل بریدونه ودروي. امریکا، مصر او قطر سږ کال زیاتره وخت د اوربند او د حماس لخوا یرغمل شوي اسرایلیانو لپاره کوښښونه کړي خو دغه خبرې اترې بیا بیا ناکامه شوي.

د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخستل شوي.‌