پاکستاني چارواکي وايي نهه زره پاکستانیان په بهرني هیوادونو کې بندیان دي

په بهرني هیوادونو کې میشت پاکستانیانو وزارت ویلي دا وخت په بیلابیلو بهرني هیوادونو کې د نهه زرو نه سوا پاکستانیان په بیلا بیلو جرمونو کې بندیان دي چې زیات تره پکې د نشي توکو په قاچاق کې نیول شوي.

په بهر هیوادنو کې میشت یا (اوورسیز پاکستانيز) وزارت لخوا د پاکستان د سېنټ قاېمه کمېټې ته ویل شوي د پاکستان حکومت د دغه کسانو د راخلاصولو لپاره هیڅ قانوني مرستې نه کوي.

دغه څرګندونې په بهرنې هېوادونو کښې مېشت پاکستانې وګړو د حالت جاج اخستلو په حقله ترسره شوى د سېنټ قاېمه کمېټې غونډې ته د خارجه وزارت او نور اړونده حکومتې چارواکو لخواه مخى ته راغلې دې.

د حکومتې چارواکو ترمخه د نشې موادو د قاچاق په تور زېات تره پاکستانېان د سعودې عرب، ملاېشېا، انډونېشېا، کورېا او د عرب اماراتو په جېلونو کښې بندېوان دې.

د اوورسیز پاکستانيز په اړه د سېنټ قاېمه کمېتې مشر او د عوامې نېشنل ګوند سېنټر باز محمد خان د دغه بندي کسانو د قانونې مرستو پحقله په حکومتي کوششونو بى باورې څرګنده کړى او وایي د دغه خلکو هیڅ قانوني مرستې نه کیږي.

سېنټر باز محمد وي او ای ډېوه ته وېلې دوې غوښتنه کړې ده د کمېټې راتلونکې غونډى کې دې دوي خبر کړي شي چې په خارجي هېوادونو کښې پاکستانېان په کومو کومو تورونو بندېان دې او حکومت د دوې د خوشى کوولو لپاره څه کوې.

د نړې په بېلا بېلو هېوادونو کښې په ملېنونو پاکستانې وګړې ژوند کوې چې پکښې تر ۳ ملېنه پاکستانېان یواځې په سعودې عربستان کښې خواري مزدورې کوې. په بهرني هیوادونو کې بندي پاکستانیانو په اړه د پیر ولایت شاه رپورټ په لاندیني لنک اوریدی شئ.

Your browser doesn’t support HTML5

نهه زرو نه سوا پاکستانیان په بهرني هیوادونو کې بندیان دي