مسکو کې دافغانستان په اړه مشورتي غونډه په16م نومبر راجوړیږي خو طالبان ورته نه دي بلل شوي

 د طالبانو د حکومت مرستيال ترجمان بلال کريمي په روس کې د افغانستان په اړه جوړېدونکې غونډه کې بحثونه د طالبانو د چارواکيو پرته نېمګړي بولي

د روس ټاس خبري ايجنسۍ ترمخه د افغانستان په اړه د مسکو فارمېټ غونډه د نومبر دمياشتې په 16مه ترسره کېږي۔

ټاکل شوې ده په دې دغه غونډه کې به د منځنۍ اسيا دهېوادونو ترڅنګ د سويلي اسيا ځيني هېوادونه ګډون کوي خو د طالبانو د حکومت استازي به په غونډه کې ګډون ونه کړي۔

دطالبانو حکومت وایي په داسې ناستو کې د ‘افغانستان دحکومت‘ نه ګډون نړیوالو سره د اسلامي امارت پرتعامل منفي اغېز کولی شي.

څېړونکي وايي چې د طالبانو د موجودیت پرته دغه غونډه به زياته ګټوره نه وي۔

د روس ټاس خبري ادارې ليکلي چې د افغانستان لپاره د روس ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ويلي چې د افغانستان په اړه د ماسکو دسلا مشورو راتلونکې غونډه د نومبر دمياشتې په نيمايي کې جوړېږي، خبري ادارې ته ويلي چې په غونډه کې به د طالبانو استازي ګډون ونه کړي۔

په افغانستان کې مېشت د سياسي چارو شنونکی امين الله احساس وي او ای ډيوه ته وايي د غونډې پرمهال به په افغانستان کې د ټول شموله حکومت او په هېواد کې د امنيت په اړه بحثونه وشي۔

نوموړي ډيوه سره خبرو کې وويل" دوی به په افغانستان کې د امنيتي وضعيت يا دا چې په افغانستان کې هغه ډلې چې دوی داسې انګېري چې ګواکې دغه ډلې او ګروپونه د مرکزي اسيا هېوادونو ته امنيتي ګواښ دی په دغې مسايلو به خبرې وکړي او دا چې اسلامي امارت ددغو ډلو د منځه وړلو لپاره څه کوي يا څه کولې شي؟"

د خبري ادارې ترمخه په غونډه کې به د چین، هندوستان، ایران، پاکستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او د ازبکستان استازي ګډون وکړي۔

امين الله احساس زياته کړه د اسلامي امارت د استازيو په غېر موجودګۍ کې ترسره کېدونکې دغه غونډه به د افغانستان په اړه مطلوبه نتيجې او ښه اثر و نه لري۔

دهغه په وینا " ځکه په دې کې به د اسلامي امارت چارواکي يا استازي نه وي چې ددغې غونډې ګډونوالو ته د مختلفو موضوعاتو په اړه وضاخت ورکړي يا هغه غوښتنې چې دوی لري دوی (طالبان) ورسره پرې خبرې وکړي"

که څه هم روس طالبانو ته د بلنې نه ورکولو علت نه دی ښکاره کړی خو څېړونکي په دې نظر دي چې د ماسکو په غونډه کې طالبانو ته ځکه بلنه نه ده ورکړل شوې چې طالبانو روس او د منځنۍ اسيا هېوادونو ته د هغه وسله والو مخنيوي په اړه مکمل باور نه دی ورکړی چې دغه هېوادونه یې د ځان لپاره ګواښ ګڼي۔

په کابل کې د پوهنتون استاد او د سياسي چارو شنونکی عبدالناصر شفيق د ماسکو فارمېټ غونډې ته د طالب چارواکو نه رابللو علت د اسلامي امارت او د امريکا ترمنځه په اړيکو کې پرمختګ ښايي۔

هغه ډيوه سره خبرو کې دا هم وويل چې د سيمې هېوادونه لکه روس او چين د امريکې دلته د تېر موجودیت څخه زيانونه ليدلي دي او ددې ويره ورسره شته چې ايا طالبان واقعي د دوی سره اړيکي داسې پالي چې د امريکا ګټې به نظرانداز شي او که نه؟

ښاغلي شفيق زياته کړه" نو دې حقيقتونو يا دې انګېرنو ته په کتلو سره کېدای شي د سيمې هېوادونو دا غوښتل چې د طالبانو په نه شتون کې دا ډول غونډه ولري"

د طالبانو د حکومت مرستيال ترجمان بلال کريمي په روس کې د افغانستان په اړه جوړېدونکې غونډه کې بحثونه د طالبانو د چارواکيو پرته نېمګړي بولي۔

وي او ای ډيوه سره خبرو کې د هغه وېنا وه " له نيکه مرغه افغانستان اوس يو خپلواک او مسول حکومت لري او نړۍ سره په سياسي، اقتصادي او امنيتي برخو کې مثبت تعامل لري، په دې اساس په داسې ناستو کې د ‘افغانستان حکومت‘ نه ګډون پرتعامل باندې منفي اغېز کولی شي"

د افغانستان په هکله د مسکو فارمېټ غونډه تېر کال د اکتوبر په 20 مه ترسره شوې وه او د افغانستان د سرپرست حکومت د مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ پکې د طالبانو پلاوي ګډون کړی و۔