شمالي وزيرستان، خېبر: فضائي عملياتو کې ۱۸ جنگيالي وژل شوي

د پاکستان پوځ نزدې څلور مياشتې وړاندې په شمالي وزيرستان کې د وسله والو جنگيالوپه ضد د ضرب عضب په نوم عمليات پېل کړي دي .

د پاکستان په قبائيلي سيمو شمالي وزيرستان او خېبرايجنسۍ کې پوځ د جنگي الوتکو د لارې په وسله والو جنگيالو بمبارۍ کړي ، او پوځ وايي په فضائي عملياتو کې ۱۸ جنگيالي وژل شوي او د هغويي پټې ځالې تباه کړی شوي دي .

د پوځ د مطبوعاتې څانگې ائي اېس پي ار ترمخه د شمالي وزيرستان په دته خيل سيمه کې پوځ نن د اتوار په ورځ سحر د جنگي الوتکو د لارې د وسله والو دوه پټې ځالې په نخښه کړي ، او ۱۱ جنگيالي پکې وژل شوي دي .

له دې وړاندې د افغانستان سره په پوله د پاکستان د قبائيلي سيمې خېبرايجنسۍ په تېراه علاقه کې هم پوځ د جنگې الوتکو د لارې فضائي حملې کړې ، او د سرکاري ميډيا ترمخه په دغو حملو کې ۷ جنگيالي وژل شوي دي .

د امنيتي سرچينو ترمخه نن سحر په تېراه کې ترسره شوې بمبارۍ کې درې جنگيالي هم ژوبل شوي ، او د هغويې درې ځالې تباه کړی شوې وې . سرچينې وايي تازه بمباري د داواتويي ، کوکي خيل ، فتح سر او راجگال په علاقو کې شوې ده ، د خېبرايجنسۍ په تېراه او نورو سيمو کې له دې وړاندې هم پوځ د جيټ الوتکو د لارې بمبارۍ کړي دي .

د پاکستان پوځ نزدې څلور مياشتې وړاندې په شمالي وزيرستان کې د وسله والو جنگيالوپه ضد د ضرب عضب په نوم عمليات پېل کړي ، او پوځ ادعا کوي په سيمه کې ترسره شوؤ عملياتو کې تراوسه پورې د ۱۱۰۰ نه زيات ځايي او بهرني ترهگر وژل شوي دي .

په داسې حال کې چې په شمالي وزيرستان کې د وسله والو جنگيالو په ضد پوځي عمليات دوام لري ، د تېر زيارت په ورځ وزيراعظم نوازشريف هم د شمالي وزيرستان دوره کړې ، او په سيمه کې يي د ترهگرو په ضد د کامياب پوځي اپرېشن ستائينه کړې وه .

په دغه موقع وزيراعظم ته د پوځي اپرېشن احوال تېر کړی شوی ، او وئيل شوي ؤ چې د شمالي وزيرستان ۸۰ فېصده برخه د ترهگرو څخه پاکه کړی شوې ده ،

شمالي وزيرستان کې د پوځي اپرېشن څخه نزدې لس لکه خلک بې کوره شوي ، او د خېبرپښتونخوا په بيلابيلو سيمو کې د کډوالۍ ژوند کوي . د شمالي وزيرستان قبائيلي مشران غوښتنه کوي چې کومي علاقې پاکې کړی شوي دويې دې خپلو علاقو ته بيرته ستانه کړی شي .