ناټو په یوه میاشت کې په طالبانو او داعش ۵۵۵ بمونو غورځولي

ناتو په اگست کې پر طالبانو او داعش هره ورځ ١٨ بمونه غورځولي

امریکایي چارواکي وايي یوازې د اګست په میاشت کې یې په افغانستان د طالبانو او داعش په مرکزونو ۵۵۵ بمونه غورځولي دي.

د امریکايي چارواکو په خبره د ۲۰۱۲ کال راهیسې دا تر ټولو ډېر بمونه چې پر طالبانو او داعش جګړه مارانو استعمالیږي.

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت یو ویاند بیل سلفن وايي د ۲۰۱۷ کال د پیل راپدېخوا یې د طالبانو او داعش جګړه مارانو پر ضد یې ۲۴۰۰ بمونو غورځولي دي. ښاغلي سلفن وویل چې ډېر دا بمونه د جنګ پر مهال استعمال شوي چې په خبره یې ښه اغیز یې کړی دی.

دغه ویاند وویل د دغو بمونو له برکته افغان امنیتي ځواکونو یو شمېر سیمې له طالبانو بېرته نیولي هم دي.

امریکايي چارواکي وايي دا بمونه اف-۱۶ جټ او بې پیلوټه الوتکو غورځولي دي.

پر وسله والو طالبانو او داعش جګړه مارانو باندې د بمباریو یو هدف د اورپکو ځپل او بل هدف د افغان ځواکونو ننګه او ملاتړ دی.

ددې بمونو زیاته برخه د افغانستان په ختیځ او جنوب کې پر طالب او داعش جگړه مارانو استعمال شوي دي.