پاکستان: پشکالي بارانونو کې تراوسه پورې 147 کسان مړه شوي دي

په پاکستان کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې نېشل ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټۍ [اېن ډي اېم اې] په خپل وروستي رپورټ کې ويلي چې د جون 14 مې نېټې راپدېخوا تر پرونه [10 جولايۍ] پورې د پشکال په بارانونو کې 147 کسانو ژوند د لاسه ورکړی چې پکې د 20 تعلق د خېبر پختونخوا سره دی.

په پاکستان کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې نېشل ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټۍ [اېن ډي اېم اې] په خپل وروستي رپورټ کې ويلي چې د جون 14 مې نېټې راپدېخوا تر 10 جولايۍ پورې د پشکال په بارانونو کې 147 کسانو ژوند د لاسه ورکړی چې پکې د 20 تعلق د خېبر پختونخوا سره دی.

د رپورټ ترمخه دې دوران 724 ودانو ته په جزوي توګه زيان رسېدلی او 313 په مکمله توګه ړنګ شوي دي.

په خېبر پښتونخوا کې د موسمياتو محکمه وايي چې د صوبې په کچه د شورو/ چهارشنبې د ورځې پورې وقفې قفې سره د نور باران کېدو امکان دی او د بارانونو له امله په مقامي خوړونو کې د سېلابونو راتلو اندېښنه موجود ده.

د نېشنل ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي لخوا جاري شوي رپورټ کې ويلي شوي چې د 14م جون نه تر د روانې مياشتې 10 نېټې د ورځې یوې بجې پورې په هېواد کې د پشکال بارانونو له امله 147تنانو ژوند د لاسه ورکړی چې پکې د اتوو مېرمنو او اوو ماشومانو په ګډون 20 تنان په خېبر پښتونخوا کې په حق رسېدلي دي.

د قدرتي افتونو په وخت د انتظام صوبايي ادارې يا پي ډي ايم اې ترجمان تېمور علي وي او اې ډيوته ويلي چې د سېلابونو راتلو په اساس د صوبې ځينې علاقې حساس ترينه ګرځول شوي دي او هلته د وړاندي نه خلکو ته د ځانونو خوندي کولو په اړه پوها ورکړل شوې ده.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې نوموړي وويل، " هزاره ډويژن او ملاکنډ ډويژن حساسترين ګڼل کېږي، په دې کې بر او کوز چترال، بر کوهستان او کوز کوهستان او سوات دا هغه علاقي دي چې په کومو کې د سېلاب راتلو او د ځمکې ښوېدو خطره زياته وي نو په دې علاقو کې مونږه خلکو ته پوها ورکوو چې څنګه به د قدرتي افتونو په وخت ځانونه خوندي کوو" .

نوموړي زياته کړه چې کومو علاقو کې د باران اوبه ودانو ته داخل شوي نو هلته ضلعي انتظاميې او نوورو اړونده ادارو د متاثره شويو خلکو سره مرستې پېل کړي دي.

هغه دا هم وويل چې د تازه معلوماتو ترمخه په صوابۍ، ټانک او کرم ضلع کې د زيات باران له وجې اوبه ښاريزو علاقو ته داخل شوي او د خلکو کورونو ته ننوتي دي.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې تېمور علي دا هم وويل " نو په دغو سيمو کې ضلعي انتظاميې چمتو دي او د نورو اړونده ادارو چاروکي ورسره هم موجود دي، ضلعي انتظاميي سره چې څورمره وسايل دي هغه کاروي او د دې ترڅنګ څومره چې هم د اوبو راويستلو پمپونه دي هغه هم په سيمو کې موجود دي".

د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ملي ادارې يا د اين ډي اېم اې د رپورټ ترمخه په خېبر پښتونخوا کې 225 کورونو ته جزوي نقصان رسېدلې او 60 کورونه په مکمله توګه ړنګ شوي دي.

په خېبر پښتونخوا کې د موسمياتو محکمې مرستيال مشر ډاکټر فهيم اپريدی وي او اې ډيوه ته وايي د شورو ورځې پورې د باران ورېدو امکان دی او د دې سره په مقامي خوړونو او نالو کې د سېلاب راتلو اندېښنه هم موجود ده.

نوموړي په خبرو کې زیاته کړه "نن، سبا او بله ورځ په ځينو ځينو ځايونو کې د باران ورېدو امکان شته، خصوصا د خېبر پښتونخوا چې کومې اوچتې علاقې دي لکه پېښور، مردان، چارسده، سوات، دير، باجوړ، مهمند او کرم ضلع، تورغر او دغه شان شانګله په دې کې وقفې وقفې سره د باران ورېدو امکان شته".

د اېن ډي اېم اې رپورټ ښايي چې په بلوچستان کې 63، پنجاب کې 23، سند کې 26 او په ګلګت بلتستان کې د بارانونو له امله 10 تنه مړه شوي دي.

په خېبر پښتونخوا کې د موسمياتو د محکمې نه ترلاسه شويو معلوماتو ترمخه تېرو 24 ګنټو کې زيات نه زيات باران د ضلع مردان په تخت بايي تحصيل کې 170 ملي مېټره، د ضلع خېبر په تېراه سيمه کې 51 ملي ميټره او مومند ضلع کې 45 ملي ميټره باران ريکارډ شوی دی.