کراچۍ کې يو شمير گوندونو انتخاباتو څخه بائيکاټ کړى

دپاکستان سياسي مذهبي گوند جماعت اسلامي دخالي په ورځ انتخاباتو کې دخپلو کارکوونکو دوهلو ټکولو، ويرولو اؤ دتشدد دپيښو په جواز جوړولو سره دسندهـ صوبې په کراچۍ اؤ حيدراباد سيمو کې دعامو انتخاباتو څخه دبائيکاټ اعلان کړى دى.
ددې ترڅنگ په کراچۍ کې دمهاجر قومي موومنټ په نوم فعاله سياسي گوند اؤ سُني اتحاد کونسل هم دخالي په ورځ په کراچۍ کې دکيدونکو ټولټاکنو څخه خپل پريکون اعلان کړى اؤ مسلم ليگ(ن) وائي په کراچۍ کې دخراب وضعيت له امله دکيدونکو ټولټاکنو نتيجې به ورته دمنلو وړ نۀ وي.
دجماعت اسلامي امير منور حسن اؤ دکراچۍ امير محمد حسين محنتي يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وئيلي دي چې هغوي دکراچۍ اؤ حيدراباد په يو شمير حلقو کې دووټرانو دويرولو اؤ وهلو ټکولو په ضد دانتخاباتو څخه بائيکاټ کوي.
محمد حسين محنتي وويل دجماعت اسلامي دکارکوونکو دتښتولو ترڅنگ کراچۍ کې په پولنگ سټيشنو خلک ويرولى شي اؤ ورته دړکې کولى شي.
دجماعت اسلامي مشر منور حسن دکراچۍ په سياسي ډلې ايم کيو ايم نيغ په نيغه د تشدد اؤ په انتخاباتو کې دټگۍ برگۍ پيښو کې دککړتيا تور لگولىدى.
منور حسين وائي " دحيدراباد دننه په دوؤ حلقو کې زمونږ کارکوونکي په وسلو سره وهل شوي اؤ دپولنگ سټيشنو څخه بهر ويستل شوي دي اؤ په داسې حالاتو کې مونږ کراچۍ اؤ حيدراباد کې داليکشن څخه بائيکاټ اعلانوؤ"
هغه په پولنگ سټيشنو موجودو دجماعت اسلامي ټولو کارکوونکو ته دبيرته راتللو وينا کړې اؤ اعلان يې کړى چې داليکشن کميشن ددفتر څخه بهر به پرلت غځونه کولى شي.
دهغه وينا وه چې په انتخاباتو کې ددغه ټگۍ ټورۍ په ضد به په 13مه مئ پرامنه هړتال هم کولى شي.
دپاکستان مسلم ليگ(ن) يو مشر نهال هاشمي وائي چې په شکمنه توگه پولنگ سټيشنې ترهه گرو ته سپارل شوي اؤ له دې امله به هغوي دانتخاباتو نتيجې نۀ مني.