پاکستان کې په لانجمنو قضیو کې قاضیان ولې غیر حاضر وي؟

Mohasan and Ali Wazir

په پاکستان کې اکثره وخت لیدل کیږي چې په عدالت کې د کومې مهمې مقدمې یا قضيې د اوریدلو نه قاضي یا مجسټریټ غیر حاضر وي او یا د مقدمې د اوریدلو د پاره بیا بیا نیټې ورکول کیږي. ددې ورستې مثال د قامي اسمبلۍ د غړي او د پي ټي ایم ملاتړي علي وزير قضیه ده.

د جنوبي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ منتخب غړی او د پښتون ژغورنې غورځنگ (پي ټي اېم) مخکښ مشر علي وزير د گل په ورځ (د جون ۱۷مه) په بنو ښار کې عدالت ته وړاندې شو خو د هغه وکیل مريد حيات وي او ای ډيوه ته وويل جج يا قاضي په عدالت کې موجود نه ؤ ځکه د هغه د قضيې اورېدنه ونه شوه او بيرته جېل ته ولېږل شو.

قاضي ته د وړاندې کولو لپاره بندي علي وزير د پېښور جېل نه بنو ته بوتلل شوی وو. او د بنو نه بېرته د پېښور جېل ته يوړل شو. په داسې موقعو چې یو مهمه مقدمه وي د قاضي یا د مجسټریټ د غیرحاضرۍ وجه څه کیدی شي؟

وتلی قانون دان سليم خان وايي په پاکستان کې د عدالتونو تاریخ سم نه دی. ښاغلی سلیم خان وايي:"څه جرنده ورانه او څه دانې لوندې دي"

د سلیم خان په خیال په عدالتونو کې ججان د اتوو بجو په ځای په لس بجې عدالت ته ورځي او پریزایډینگ افسران هم کیسونه قاضیانو ته نه وړاندې کوي.

د پېښور ستر عدالت یو بل وکيل سیف الله محسود وايي ضروري نه ده چې جج دې د یوې قضیې د اوریدلو نه پټ شوی وي د هغويي څه مجبورئ هم کیدلی شي.

په دې اړه چې وي او ای ‌‌‌‌‌‌ډيوه ښاغلي محسود ته وریاد کړل چې د ډاکټر شکيل افريدي په مقدمه کې ۴۰ ځلو نه زیاته اوریدنه ځنډول شوې نو هغه وویل د مجسټریټ یا جج په حقله فرضي خیال نه شي بیانولی خو دا یو ډیر غټ سوال دی چې دومره ډېر ځله یوه مقدمه څنگه وځن‌‌‌‌‌‌ډول شوه؟

د ډاکټر شکيل افريدي د وکیل قمر ندیم تر مخه د ۴۰ نه زیاتې اورېدنې وشوې خو قضيه مخ په وړاندې نه ځي، علت یې دا دی چې یا خو مجسټریټ نه وي او یا د مقدمې سرکاري وکيل.

د امريکا چارواکي او د کانګرس غړي وايي پاکستان ډاکټر شکیل افريدي د القاعده مشر اسامه بن لادن په معلومولو کې د امریکا سره د مرستو په تور نيولی دی. خو نوموړی په رسمي ډول په دغه تورکې نا، بلکې د يوې ناقانونه گرځول شوې ډلې ته د مالي مرستو ورکولو په تور سزاوار شوی او په زندان کې اچول شوی دی.

افريدي ته په کال ۲۰۱۲م کې په پخوانۍ قبايلي سیمه خېبر کې پوليټيکل ايجنټ د يوې وسله والې ډلې سره د مالي مرستو په تور د ۳۳کالو د بند سزا اورولې کومه چې وروسته لس کاله راکمه کړی شوې وه.

په پاکستان کې بیا داسې قضیې هم شته دی چې د هغې لپاره د شپې ناوخته یا د رخصتۍ په ورځ هم قاضیان عدالتونه لگوي.

د مثال په توگه د پاکستان پخواني وزیراعظم نوازشريف ته په یوه مقدمه کې دومره زر سزا ورکړی شوې وه چې د شپې ناوخته احتساب عدالت ته وړاندې کړی شو او هلته د سزا ورکول کیدلو نه پس جیل ته ولیږل شو.