پخوانی وزیراعظم نواز شریف د صحت خرابیدو لکبله هسپتال ته رسول شوی

پاکستاني مطبوعات وايي د پاکستان پخوانی وزیراعظم او د مسلم لیګ (ن) ډلې مشر نواز شریف د صحت د خرابیدو لکبله تیره شپه ناوخته د لاهور سروسز هسپتال کې ته د علاج لپاره رسول شوی.

د مطبوعاتو تر مخه د پخواني وزیراعظم د صحت د خرابیدو خبره د نوموړي شخصي ډاکټر عدنان ملک په ټوېټر کړی.

ډاکټر عدنان ملک لیکلي چې د نواز شریف د وینې په نمونه کې د پلیټلېټس شمیره تر خطرناکه حده پورې کمه شوې چې له وجې يې د نوموړي صححي حالت اندېښمن دی.

نوموړي لیکلي: ٫٫ نواز شریف ته په هسپتال کې سملاستي پاملرنه پکار ده او ما اړونده چارواکو ته خواست کړی چې په دغه کار فوري عمل وکړي.٬٬

نوموړي دغه ټوېټ د پخواني وزیراعظم سره د لیدو کتو وروسته کړی دی.

نواز شریف دا مهال د پاکستان د احتساب قامي ادارې نېب لخوا د چودهري شوګر ملز په قضیه کې بندي دی. د نوموړي کورنۍ وړاندې هم د هغه د خراب صحت له جې د هغه هسپتال ته د لیږلو خواست کړی وو.

په پاکستاني مطبوعاتو د نواز شریف د صحت د خرابیدو خبر خپریدو ورسته دمسلم لیګ ڼ دلې مشران او ګڼ شمیر پلویان په لاهور کې د نېب دفتر مخې ته رسیدلی او هلته يې د نېب چارواکو او عمران خان حکومت پرضد مظاهرې هم کړي.

د مسلم لیګ ن ډلې صدر او د نواز شریف ورور شهباز شریف په خپل یو بیان کې تور لګولی چې د عمران خان حکومت د نواز شریف د ژوند سره لوبې کوي او خبرداری يې ورکړی چې که چرې په نواز شریف څه وشول نو ذمه وار به يې وزیراعظم عمران خان وي.

د احتساب قامي ادارې یا نېب چارواکو هم د نواز شریف هسپتال ته د لیږل کیدو پخلی کړی او مطبوعاتو ته يې ویلي چې نوموړ يې د صححي معاېنې لپاره سروسز هسپتال ته لیږل شوی.

پخوانی وزیراعظم او د پاکستان لوې سیاسي ګوند مسلم لیګ ن ډلې مشر نوازدا مهال د احتساب قامی ادارې یا نېب لخوا د چودهري شوګر ملز په قضیه کې بندي دی. او د احتساب یو عدالت لخوا نوموړي ته د العزیزیه ریفرنس په کېس کې د اووه کله بند سزا هم اورول شوې.

د پاکستاني مطبوعاتو ترمخه د لاهور سروسز هسپتال بهر دا مهال ګڼ شمیر پولیس او امنیتي عسکر پرځاې کړل شوي چې د مسلم لیګ ن ډلې د پلویانو لخوا د څه قسمه مظاهرو مخه ونیسي.