د پاکستان ځایي مطبوعاتو خبر ورکړی د پاکستان او نړیوالې مالیاتي ادارې (آی اېم اېف) ترمنځ د خبرو دپاره نېټه ټاکل شوې او د آی اېم اېف پلاوی به نن شپه پاکستان ته ورسي. د ډان ورځپاڼې د خبر ترمخه د پاکستان او آی اېم اېف خبرې د 14 نه تر 18 مارچ پورې ټاکل شوي دي.
د پوھانو په خبرہ د آی اېم اېف پلاوی به پاکستان سرہ د پور د پرگورام جایزہ اخلي او د خبرو په کامیابېدو به پاکستان ته یو ارب او لس کروړہ ډالرہ جاري کړي.
د پاکستان د خزانې نوي مرکزي وزیر محمد اورنګزيب مهمو اقتصادي اصلاحاتو ته پام ګرځول او د هېواد اقتصاد د بحران څخه د راويستلو لپاره نړیوالې مالياتي ادارې آي اېم اېف سره يو بل د پور تړون کول خپله يوازينۍ اېجنډه ګرځولې ده.
د اقتصادي چارو پوھان وايي اورنګزيب ته د پاکستان ټول اقتصادي چېلنجونه ورمخې ته دي او وايي هغه ته به تر ټولو ستر چېلنج دا وي چې د آي اېم اېف سره يوه بله د پور لوظنامه په څه شرطونو لاسلیک کوي؟.
د خزانې لپاره د پاکستان نوي ټاکل شوي وزیر محمد اورنګزيب د ګل /دوشنبې په ورځ ايوان صدر کې مطبوعاتو سره خبرو کې د نړیوالې مالياتي ادارې آي اېم اېف سره يوه بله د قرض لوظنامه د هېواد لپاره ضروري بللې او ویلي یې وو هغه هیله لري چې په دې اړه به د مذاکراتو لړۍ په دې روانه اوونۍ کې پېل کړی شي.
مطبوعاتو د نوموړي له خولې ليکلي چې روان مالي کال 2024م به يو مشکل کال وي او زياته کړې يې ده چې اوس د هېواد د اقتصادي ستونزو څخه د ويستلو وخت راغلی دی.
د پاکستان د نړیوالې مالياتي ادارې آي اېم اېف سره تېر کال د 3 اربه ډالرو د قرض پروګرام ترلاسه کړی کوم چې پورہ کیږي خو اقتصاد پوهان وايي پاکستان لا هم د اقتصادي چېلنجونو سره مخ دی.
اورنګزېب ویلي، د آی اېم اېف څخه د شپږ اربه ډالرو د قرض پروګرام ترلاسه کولو دپارہ ھغه د درېو کالو بل پروګرم ته د درېو کالو پورې تیار دی.