” لاېن آف کنټرول“ـ دپوځیانو” خپه سا“

India’s Border Security Force soldiers patrol near the India-Pakistan international border fencing at Garkhal in Akhnoor, west of Jammu, India, Aug. 13, 2019.

د ”لاېن آف کنټرول“ په نوم سرحدي کرښه د پاکستان او هند تر مینځ لانجمنه سیمه ویشي. د لاېن آف کنټرول د اوږدوالي په اړه اختلافونه شته خو زیاتره کتابونه او خبري رپورټونو کې د لانجمنې کرښې اوږدوالی د اتو سو کلومیټرو شاو خوا ښودل کیږي. په کال ۱۹۴۷م کې د لوی هندوستان تقسیم وروستو کشمیر تل د پاکستان او هند تر مینځه د غټو جګړو او شخړو علت ګرځیدلې دې. کال ۱۹۴۸م کې د یوې سختې جګړې وروستو کشمیر اوویشل شو.


د امریکا یو څیړنکار بروس ریډل د سویلي آسیا په موضوعاتو ژوره مطالعه لري . دی په خپل کتاب ( Avoiding Armageddon ) کې لیکي د پاکستان د ولقې لاندی جمو او کشمیر په حقیقت کې د پاکستان پښتنو آزاد کړیدې. د جګړې وروسته د اوسني کشمیر ۴۳ ٪ برخه هند، ۳۷ ٪ د پاکستان ۲۰ فیصده د چین تر ولکې لاندې ده. بروس ریډل لیکي په ۱۹۴۸م کې د پاکستان د قبایلي سیمو خلکو د نیمې نه زیات کشمیر نیولی وو خو پاکستان ۲۰ فیصده برخه د یوې لوظنامې لاندې چین ته ورکړې.
د لاېن آف کنټرول دواړو خواؤ ته پاکستان او هند د خپلی ولقی لاندې کشمیر کنټرول کولو لپاره په لویه شمیره پوځیان ګمارلي دي. پوځیان د کشمیر په غریزه سیمه او سخته یخنۍ کې کار کول د خپل پوځي مسلک خپه سا ګڼي. د پاکستان دفاعي څیړنکار بریګیډیر سعد په کشمیر کې دواړو غاړو ته د پوځی شمیرو پحقله واېي:
(پاکستان د لاېن آف کنټرول خپل اړخ ته د راولپنډۍ کور ۸۰ زره پوځ او هند د کرخی بلی خوا ته د ناردن کمانډ لاندې څه د پاسه یولکه پورې پوځ ساتلې دې).


په دواړو هیوادونو کې سیاسي او پوځي مشرانو څو واره د خپلو ګټو لپاره د کشمیر شخړه کارولې ده. د ټولو وروستۍ پیښه د پینځو هندي پوځیانو د وژنې ده. په دغه اړه په نوي ډلي کې د تګلارو د څیړنو په یو مرکز کې یو څیړنکار (بارټ کرناډ) واېي کیدالې شي هند د خبرو عمل د څه مودې لپاره وځنډوي. ځکه چې په حکومت فشار دی. هغه واېي:


(مخالف ګوندونه او هغه ټول چې شور يې جوړ کړی. هغوي د حکومت مخه نیولی شې. انتخابونه به راتلونکې کال کې کیږي. او من موهن سنګه باندې داسې تور دی چې د ملی امنیت په میدان کې کمزوری دی. د نوي ډیلي دریځ د ترهګرۍ مخه نیولو کې هم ناکامه شوی دی)

دفاعی څیړونکي واېي د کشمیر د لانجې په سر د پاکستان پوځي اسټبلشمنټ په بجټ کې زیاتې پیسې اخلي، د خپل وس نه زیات پوځ لري، او پرله پسې کمزوري منتخب حکومتونه عام اولس ته ګټو ورکولو کې ناکامه شوي دي

پاکستان لور ته د کشمیر په موضوع، زیاته ګټه پوځ تر لاسه کړې. دفاعی څیړونکي واېي د کشمیر د لانجې په سر د پاکستان پوځي اسټبلشمنټ په بجټ کې زیاتې پیسې اخلي، د خپل وس نه زیات پوځ لري، او پرله پسې کمزوري منتخب حکومتونه عام اولس ته ګټو ورکولو کې ناکامه شوي دي. وروستۍ سیاسي ګټه د جنرال مشرف نزدې نهه کاله پوځي حکومت وو. نوموړي د کارګل د نښتې په سر د هغه وخت منتخب حکومت له منځه اوړی وو. د دواړو هیوادونو ایټمي وسلو تر لاسه کولو یوه غټه وجه هم د کشمیر شخړه ده. د پاکستان او هند تر منځ د ایټمي وسلو سیالۍ باندې نړیوالو طاقتونو څو وارې اندیښنې ښودي.


کال ۱۹۴۸م کې د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل کې د یو قرار داد د لارې پاکستان او هند د کشمیر دواړو خواو ته د ملګرو ملتونو څارنه کونکو مامورولو باندی رضا شوي د دوي بنیادي کار د ډزبندۍ د لوظنامې څارنه کول دي.


د ملګرو ملتونو د څارنو دغه مشنونو دواړو خواو ته د اندیښنو وروستو څو وارې خپل کار تړلی او په نتیجه کې په کال ۱۹۷۱ کې د پاکستان د ماتیدو او د د بنګله دیش د آزادیدو وروستو کال ۱۹۷۲ کې په شمله لوظنامه کې هند او پاکستان دغه کرښه بیا قانوني پوله تسلیم کړه.


هند او پاکستان په سویلي ایشیا کې د یو بل غلیمان ګڼل کیږي. دواړو هیوادونو د انګریز نه د ازادۍ تر لاسه کولو وروسته څلور جګړې (کال ۱۹۴۸، ۱۹۶۵، ۱۹۷۱، ۱۹۹۹) کړي. د سویلي ایشیا څیړونکي واېي پاکستان د هند نه ځان په خطر کې ګڼي. دغه خطر اوس په پاکستان کې دننه د ځینو ترهګرو ډلو د هند خلاف ”جهادي“ ایحنډې له امله نور هم زیات شوی دی.